د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې نن غرمه افغانستان او امارات مخامخ کېږي

 افغان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن د غرمې ۱۲:۳۰ بجې د سویلي افریقا په پوچیفسټروم ښار کې د متحده عربي اماراتو له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پر وړاندې د نړیوال جام خپله دویمه سیالي ترسره کړي. دا د ۱۹کلنو نړیوال جام دی چې څو ورځې وړاندې پېل شوی دی. نن به له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبغاړي ددې لوبلړ په دوام کې د متحده عربي اماراتو د نولس کلنې لوبډلې سره مخامخ کېږي. د افغان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دا سیالي په روان ګروپ سیالېو کې ۱۳مه سیالي ده چې نن به ترسره شي.

دغه راز  د نیوزیلنډ ۱۹ کلنو لوبډله د سرېلانکا خلاف، پاکستان ۱۹ کلنه لوبډله د د زمبابوې خلاف او جنوبي افریقا چې وړاندې یې افغان لوبډلې ته خپلې سیالي بایللې وه خپله دوهمه سیالي د کانډا خلاف ترسره کړي. په دې ګروپ کې دا ټولې سیالۍ په بېلابېلو ویشتنځایونو کې د افغانستان پر وخت غرمه مهال ۱۲ نیمې بجې خپریږي.

دا په روان جام کې د افغان نولس کلنو دوهمه سیالي ده. له دې وړاندې د افغان نولس کلنې لوبډلې خپله لومړۍ سیالي د کوربه جنوبي افریقا خلاف ترسره کړه. دا سیالي جنوبي افریقا ونه ګټله ااو دغه لومړۍ سیالي یې له جنوبي افریقا څخه د ۷ ویکټو په ستر توپیر وګټله.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولان وايي چې تنکیو افغان لوبغاړو د نن ورځې سیالۍ ته پوره تیاري نیولې او پرون یې تمرینونه کړي دي. دوی زیاتوي چې دا تمریناتي کمپ د افغان نولس کلنې لوبډلې لپاره ډېر ګټور دی او مثبته پایله به ورکړي.

په ورته وخت کې بیا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د خپل تمریناتي کمپ په لړ کې وړمه ورځ یو ځل بیا د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې تمرینات ترسره کړل. افغان کرکټ ملي لوبډله اوس متحده عربي اماراتو کې ده او هلته په تمریناتي کمپ بوخته ده.