د ۱۹ کلنو نړیوال جام د لوبډلو گروپونه او مهالوېش اعلان شول
د کرېکټ نړیوالې شورا د ۱۹ – کلنو نړیوال جام مهالوېش او د لوبډلو گروپونه اعلان کړل. د ۱۹ – کلنو د ۲۰۲۰ نړیوال جام به په سویلي افریقا کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په اتو لوبغالیو کې ترسره شي.
د ۱۹ – کلنو نړیوال جام به د ۲۰۲۰ د جنوري په ۱۷مه د افغانستان او کوربه سویلي افریقا ترمنځ لوبې څخه پیل شي، او ۲۴ ورځې به ادامه پیدا کړي. د دغه جام پایلوبه به د فبروري په ۹مه ترسره شي.
د کرېکټ نړیوالې شورا همداراز اعلان کړی چې، دغو لوبو کتلو او خپلو لوبډلو هڅولو لپاره مینهوال کولی شي له کوم لگښت پرته، په وړیا ډول لوبغالۍ ته ولاړ شي.
د ۱۹ – کلنو د ۲۰۲۰ نړیوال جام کې به شپاړلس لوبډلې گډون کوي چې دغه لوبډلې په څلورو گروپونو اې، بي، سي او ډي وېشل شوي.
گروپ اې: هندوستان، نیوزیلنډ، سریلانکا او جاپان
گروپ بي: استرالیا، انگلنډ، وېسټ انډیز او نایجیریا
گروپ سي: پاکستان، بنگله دېش، زمبابوي او سکاټلنډ
گروپ ډي: افغانستان، سویلي افریقا، متحده عربي امارات او کاناډا
افغانستان به لومړۍ پړاو کې د سویلي افریقا، متحده عربي امارات او کاناډا په وړاندې لوبې کوي. د افغانستان لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د جنوري په ۱۷مه د سویلي افریقا په وړاندې، دوهمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د جنوري په ۲۲مه د متحده عربي اماراتو په وړاندې او درېیمه لوبه د جمعې په ورځ د جنوري په ۲۴مه د کاناډا په وړاندې ده.