د اسیا د کرېکټ شورا د اېمرجنگ لوبډلو لپاره د اسیا جام مهالوېش اعلان کړ

د اېمرجنگ لوبډلو اسیا جام به د نومبر په ۱۴مه پیل او په ۲۳مه به پای ته ورسېږي. دغو سیالیو کې به ۸ اسیايي لوبډلې په دوو گروپونو کې د یو بل په وړاندې لوبې ترسره کوي.

هره لوبډله به پیل کې خپل د گروپ نورو لوبډلو په وړاندې لوبې کوي او په گروپ کې لومړی او دوهم مقام خپلونکي به دوهم پړاو ته لار پیدا کوي. د اېمرجنگ اسیا جام سیالیو کې به د افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنگله‌دېش، متحده عربي امارات، هانگ کانگ او عمان لوبډلې لوبې ترسره کړي.

افغانستان په ب گروپ کې دی او راتلونکې پړاو ته لار موندنې لپاره به د پاکستان، عمان او سریلانکا اېمرجنگ لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کوي.

د افغانستان لومړۍ لوبه به د نومبر په ۱۴مه د پاکستان اېمرجنگ لوبډلې په وړاندې، دوهمه لوبه د نومبر په ۱۶مه د عمان اېمرجنگ لوبډلې په وړاندې او درېیمه لوبه د نومبر په ۱۸مه د سریلانکا اېمرجنگ لوبډلې په وړاندې وي.

افغانستان دغو سیالیو لپاره تر دې دمه لوبډله نه ده اعلان کړې.