د سږ کال اسیا ایمرجینګ جام سیالیو مهال ویش خپور شو

عزیز الله عزیزي

د سږکال د اسیا ایمرجینګ کپ سیالیو نېټه او مهال ویش اعلان شو چې له مخې به یې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د سیال هیواد پاکستان خلاف ترسره کړي.

د اسیا ایمرجینګ کپ سیالیو کې ټولټال اته لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو ویشل شوي دي.

افغانستان په (الف) ګروپ کې له سریلانکا،پاکستان او عمان لوبډلو سره قرار لري.

دغه شان په (ب) ګروپ کې هندوستان،بنګله دیش، عربي متحده امارات او هانګ کانګ لوبډلې شاملې شوي دي.

د بنګله دېش په کوربتوب د ایمرجینګ اسیا جام پنځوس اوریزې سیالۍ به د راتلوونکي نومبر میاشتې په څوارلسمه نېټه پیل چې د نومبر په ۲۳مه نېټه به پای ته وراسیږي.

پدې سیالیو کې د ټولو اتو لوبډلو ترمنځ ټولټال دوولس سیالۍ ترسره کیږي. او د هر ګروپ ټاپ لوبډله به د بل ګروپ دوهم مقام لروونکي لوبډلې سره نیمه پایلوبه ترسره کړي.

افغانستان ایمرجینګ لوبډله به د خپل ګروپ لومړۍ لوبه د سخت سیال پاکستان خلاف د نومبر میاشتې په څوارلسمه نېټه ترسره کړي.

دوهمه سیالي به د نومبر په شپاړلسمه نېټه د عمان خلاف او د ګروپ وروستۍ لوبه د نومبر میاشتې په اتلسمه نېټه د سریلانکا لوبډلې خلاف ترسره کړي.

یاده دې وي چې ددغو سیالیو سیمي فاینل او فاینل لوبه به د میرپور په شیربنګله لوبغالي کې ترسره شي.

ددغو سیالیو لپاره هندوستان خپله دغه لوبډله هم اعلان کړي ده.

بی ار شرات(لوبډلمشر)،وېنایک ګوپتا اریان جویال،چېنمی سوتر،یاش راتود،ارمان جعفر، سنویر سینګ،کملیش نګرکوټی،هرتیک شوکین،اس ای دسی،ارشدیپ سینګ،دوبئ،کمار سوراج،رخدي،کولدف یادف.

هیره دې نه وي چې د ۲۰۱۸ کال دریم پړاو اسیا ایمرینګ کپ سیالۍ د سریلانکا او پاکستان په کوربتوب ترسره شوي وې،چې سریلانکا لوبډلې د دریو منډو په توپیر هندوستان ته پکې ماتي ورکړي وه.

په یاد ټورنامینټ کې تر ټولو ډیرې منډې د سریلانکا ایمرجینګ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي کامېندو مندېس کړي وې چې (۳۱۰) وې او نوموړي د ټورنامینټ غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړي وه. دغه راز زیاتې ویکټې هندي توپ اچونکي میانک مرکاندی اخیستي وې چې دوولس وې.