په درې اړخیزه لوب لړۍ کې سنګاپور کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته ماتې ورکړه

سنګاپور کرکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزه لوب لړۍ کې زېمبابوې ته د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د سنګاپور، زېمبابوې او نیپال ترمنځ د درې اړخیزې لوب لړۍ په درېیمه لوبه کې کوربه سنګاپور زېمبابوې ته په څلور ویکټو ماتې ورکړه.
دغه لوبه د باران د ځنډ له امله ۱۸ اوره وټاکل شوه او سنګاپور لوبډلې په کې زېمبابوې ته یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۸۲ منډو هدف ورکړ.

زېمبابوې لوبډلې په ټولو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې وکړې او لوبه یې د څلور منډو په توپیر وبایلله.
که څه هم دا لوبه سنګاپور وګټله؛ خو په دغې لړۍ کې د زېمبابوې لوبډلمشر سین ویلیمس دې لوبه کې د ۶۶ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په دې سیالیو کې تر اوسه هرې لوبډلې دوه دوه لوبې کړي، چې یوه یوه یې ګټلې او یوه یوه بایللې ده.
تر دې وړاندې زېمبابوې لوبډلې له افغانستان او بنګله دېش سره هم په درې اړخیز سیریز کې ولوبېده او یواځې یوه لوبه یې ګټلې وه