افغان فوټبال ملي لوبډله د اکتوبر په لسمه نېټه له عُمان سره سیالي کوي

د افغانستان او عُمان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ دا لوبه د عُمان په کوربه توب د مسقط ښار په سلطان قابوس فوټبال لوبغالي کې ترسره کیږي.
دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا د ملتونو جام ته د لار موندلو په موخه ترسره کیږي او په دې سیالیو کې دا د افغانستان درېیمه لوبه ده.

افغان لوبډلې تر دې وړاند په خپله لومړۍ لوبه کې له قطر څخه شپږ پر صفر ماتې خوړلې وه او دویمه لوبه کې یې بنګله دېش ته یو پر صفر ماته ورکړې وه.

افغانستان په خپلو وروستیو لس لوبو کې دوه ګټلي، څلور یې مساوي شوي او څلور بایللي دي.
افغان لوبډلې د روان کال ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتې په شلمه نېټه د مالیزیا مرکز کولالمپور له عُمان سره لوبه کړې وه او هغه لوبه عُمان لوبډلې پنځه پر صفر له افغانستانه ګټلې وه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، لوبډله یې د عُمان پر وړاندې لوبې ته بشپړ چمتوالی لري.