افغان فوټبال ملي لوبډله نن له بنګله ‌دېش سره لوبه کوي

 د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۲ کال فوټبال نړيوال جام لوبو ته د لارموندنې سياليو په لړ کې نن د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

دا له د افغانستان پر وخت نن ماښام ۷:۳۰ بجې په قطر کې کېږي.

افغانستان تر دې مخکې خپله لومړۍ لوبه د قطر لوبډلې پر وړاندې د ۶ـ۰ په توپیر سره بايللې وه.

ملي لوبډله په دې لوبو کې په پنځم ګروپ کې له بنګله‌دېش، عمان، هند او قطر سره لوبه کوي چې قطر پر وړانډې یې ماته منلې او بنګله‌دېش سره سبا لوبه کوي.

په دې سياليو کې ۴۰لوبډلو برخه اخېستې چې له دې ډلې به لومړنۍ څلور مخکښې لوبډلې نړيوال جام سياليو ته لار پيدا کړي او پاتې څلور نورې لوبډلې به په اسيايي سياليو کې د لوبېدو امتياز وګټي.

د فوټبال نړيوال جام لوبې د قطر په کوربه‌توب په ۲۰۲۲میلادي کال او د اسيايي هېوادونو جام بيا د چين په کوربه‌توب په ۲۰۲۳میلادي کال کې کېږي.