راموس هیله مند دی چې د ملي لوبډلې لپاره ۲۰۰ لوبې وکړي

محمود خان منندوی

د هسپانیا د ملي لوبډلې کپتان اوس د دې پلان نه لري، چې د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړي. هغه د خبریالانو سره په تازه خبرو کې د خپل راتلونکي په اړه خبرې کړي دي.

د ګول سایټ د راپور پر اساس، تر هغه وروسته چې هسپانیا د فارو جزیرې ته 4-0 ماته ورکړه، راموس د هسپانیا د ملي لوبډلې لپاره 167 لوبي پوره کړې او د ایکر کاسیاس د ریکارډ سره یي ځان برابر کړی. اوس راموس خپل هدف 200 لوبي کول په ملي سطحه یاد کړی دی. دغه 33 کلن دفاعي لوبغاړی چې د 2005م کال راهیسې د هسپانیا د ملي لوبډلي لپاره لوبیږي، خبریالانو ته وویل:

((ریکارډونه د ماتولو لپاره دي. زه هیله لرم، چې دغه لړۍ، خوشبیني او حرص همیشه زما سره پاته شي او غواړم خپل هدف ته چې 200 ملي لوبې کول دي، ورسیږم. باید کار خپل ځانته سخت کړئ.))
ایکر کاسیاس په ټویټر کې د راموس د دې ریکارډ په خاطر هغه ته مبارکي وویل او د ریال ماډریډ دفاعي لوبغاړي په دواړو لوبډلو کې خپل د پخواني ملګري د مینې څخه قدرداني وکړه، هغه وویل:

((د ایکر د ستایلو څخه سخت خوشحاله یم. اوس باید د هغه د ریکارډ څخه تېر شم او هیله لرم، چې په کلونو کلونو د هسپانیا لپاره ولوبیږم.))
هسپانیا د یورو کپ د غوراوي پړاو په شپږ سرو لوبو کې بریاوې ترلاسه کړي او د F ګروپ په سر کي د سویډن سره د 7 نمرو په توپیر ځای لري.
راموس خپل د ملي لوبډلي د روزونکي روبرټو مورنو د ستاینې په اړه وویل:

ــزما په فکر هغه دلته ځان راحت احساس کړي او موږ ورته خوشحاله یو. هغه زموږ د لوبې د سبک او حالت سره اشنایی لري او کولاي شي زموږ سره مرسته وکړي.))
هسپانیا به د 2020 یورو کپ په غوراوي پړاو کې خپل په راتلونکو دوو لوبو کې د ناروې او سویډن پر وړاندي په اکټوبر میاشت کي ولوبیږي. راموس په ملي لوبډله کې 21 ګولونه لګولي دي او لسم غوره ګول وهوونکی دی.