موډریچ او راموس به د فیفا په 2019 م کال منتخبه لوبډلې په ترکیب کې واخیستل شي

محمود خان منندوی

د فیفا له خوا د فوټبال په ډګر کې د 2019 کال د غوره اشخاصو اعلانېدو ته درې ورځې پاته دي. دغه مراسم د ایټالیا په میلان ښار کي ترسره کېږي. د ریال ماډریډ کپتان سرجیو راموس به د لسم ځل له پاره د فیفا د کال په منتخب ترکیب کې واخیستل سي.

د مارکا څخه د خوزي فلیکس د راپور له مخي، د دوشنبې په ورځ چې د فیفا له خوا د 2019 کال غوره اشخاص معرفي کېږي، د کال منتخبه لوبډله به هم اعلان شي.  د کال په منتخبه لوبډله کې د اخیستل کېدو لپاره څو ورځې مخکي 55 کاندید لوبغاړي معرفي شول. په دې لوبډله کې به ریال ماډریډ دوه لوبغاړي ولري، چې سرجیو راموس او لوکا موډربچ دي.

د دې سربیره چې ریالیانو تېر فصل ښه تیر نه کړی، خو بیا به هم دغه دوه ریالي لوبفاړي د غوره اشخاصو په ډله کي وي. موډریچ چې تېر کال یي د سرو زرو توپ ترلاسه کړی، د پنځم ځل لپاره به د کال په منتخبه لوبډله کې واخیستل شي، خو راموس به د لسم ځل لپاره په دې منتخبه لوبډله کې شتون ولري. بارسلونا د کال په منتخبه لوبډله کې په 48 لوبغاړو سره ریکارډ لري او ریال ماډریډ د 42 لوبغاړو سره دوهم مقام لري. یوونټوس او چیلسي په 11 لوبغاړو سره په وروستیو مقامونو کې ځای لري.