د فیفا د کال تر ټولو وروسته پاتې لوبډلې کومي دي؟

محمود خان منندوی

سږ ۲۰۱۹ میلادی کال د بیلجیم لپاره بریالی و، دې لوبډلې خپله وړتیا ثابته کړه او ځکه خو یې د فیفا کال د غوره لوبډلې جایزه هم خپله کړه. خو دا چې د فیفا د کال نورې غوره او تر ټولو وروسته پاتې لوبډلې کومې دي او څومره نمرې یې اخیستي دي، لومړی دې انځور او بیا دې لیکنې ته تم شئ، پوه به شئ.

بیلجیم چې سږ کال د فیفا په درجه بندۍ کې خورا ښه پرمختګ درلود، د دوهم کال لپاره په دې بریالی شو، چې د کال د غوره لوبډلې نوم خپل کړي. بیلجیم چې د ډیسمبر په میاشت کې د جدول په سر کې و، په 1082 لومړۍ درجه رسمي او یوازې 19 دوستانه لوبو سره په دې بریالی شو، هغه نمرې چې د فیفا د درجه بندۍ په تاریخ کې بې سابقې وې، د جدول سر ته یي ځان ورساوه.

فرانسې د نړۍ د اتلې لوبډلې په توګه او برازیل هم په دوهمه او درېیمه درجه کې دي. خو په نورو درجه بندیو کې بیا انګلستان په یوې درجې مخته تګ څلورم مقام ته او یوروګوای په دوو درجو مخته تګ سره پنځم مقام ته ځان رسولی دی.

ارجنټاین په دې درجه بندۍ کې نهم او کلمبیا د خپل نوي روزونکې کارلوس کې روش سره لسم مقام ترلاسه کړی دی. ارجنټاین او کلمبیا په داسي حال کې لسو غوره ته ور اضافه شول، چې سویټزرلنډ او ډنمارک یي په دې لاره کې شاته کړل. سویټزرلنډ د تېر کال په نسبت څلور درجې شاته تللی دی او دوولسم مقام یي خپل کړی دی او ډنمارک شپږ درجې شاته تللی دی، چې شپاړسم مقام لري.

په دې درجه بندۍ کې قطر ډېر مخته تګ کړی دی. قطر چې د 2022 نړۍ وال جام کوربه هم دی، په 2019 کال کې یي 138 نمرې ترلاسه کړې او د دې نمرو په ترلاسه کولو کې د دوی سره د اسیا د ملتونو جام اتلولۍ ډېره مرسته وکړه. قطر د سږ کال په درجه بندۍ کې 38 درجې مخته تګ وکړ او تر هغه وروسته الجزایر په 32 درجو او جاپان په 22 درجو په وروستیو ځایونو کې دي.

په دې کې بله جالبه نقطه دا ده، چې په دې کال کې د نړۍ د 50 لومړیو لوبډلو ځایونو تغیر کړی دی او د اروپا د مکمل تسلط والي څخه وتلي دي. یوفا د تېر کال په نسبت په 50 لومړیو ځایونو کې درې ځایونه له لاسه ورکړي دي او اوس په نړۍ کې په 50 لومړیو لوبډلو کې 28 لوبډلي لري او د کونکاکاف، اسیا او افریقا په 50 لومړیو لوبډلو کې هري یوې ته یوه لوبډله ور اضافه شوې ده.

د فیفا د درجه بندۍ لس مخکښې لوبډلې:

 1- بیلجیم

 2- فرانسه

 3- برازیل

 4 – انګلستان

 5- یوروګوای

 6- کرواشیا

 7- پرټګال

 8- هسپانیا

 9- ارجنټاین

 10- کلمبیا