سالزبورګ د ۷.۲۵ میلیونه پونډه بدل کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د لیورپول سره لوبیږي

محمود خان منندوی

د سالزبورګ 24 کلن جاپانی حمله کوونکی لوبغاړی ټاکومي مینامینو د 7.25 میلیونه پونډه په بدل کې تر 2024م کال پورې د لیورپول کلب سره یو ځای شو.

 مینامینو په لیورپول کې 18مه شمېره لباس په تن کوي او د 2020 د جنوري د لومړۍ څخه به ولوبیږي.

 مینامینو د لیورپول سره تر یو ځای کېدو وروسته وویل: په لیورپول کې د لوبغاړي په توګه لوبیدل زما یوه هیله وه او ډېر هیجاني یم چې دا لحظه په واقعیت بدله شوه.

په ورته وخت کې د بایرن میونیک لوبغاړی زیرکزي د تېري شپې په ګول سره، په بونډسلیګا کي د دې کلب تر ټولو ځوان ګول وهونکی شو. همدارنګه تېره شپه د انګلستان په اتحادیې جام کي منچسټر یونایټیډ 3-0 و کلچسټر یونایټیډ ته ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

 د منچسټر یونایټیډ لپاره مارکوس، جکسون ( خپل پر ځان ګول ) او مارسیال ګولونه ولګول. روکي سانټا لومړی او الفونسو ډیویس دوهم دی. ‌

دغه راز لیوانډوسکي د تېرې شپې په ګول سره د یوپ هاینکس تر ریکارډ (221 ګولونه ) تېر شو او د بونډسلیګا د تاریخ درېیم غوره ګول وهونکی شو. بل پلو د انګلستان د اتحادیې جام د نیمه پایلوبي پچه اچونه وشوه، چې د تګ پړاو د جنورۍ پر اوومه او د راتګ پړاو د جنورۍ پر اته ویشتمه ترسره کېږي.