غوره لیګ: لیورپول د سیالۍ په ګټلو سره تاریخي ریکارډ جوړ کړ

محمود خان منندوی

  د لیورپول او ولورهمپټڼ ترمنځ سیالي ترسره شوه چې لیورپول پکې ۲ او همپټن پکې یوازې ۱ ګول ترسره کړ. د لیورپول لپاره هنډرسون او فیرمینو ګولونه ولګول. دغه راز جیمنز بیا د شیفیلډ یونایټیډ له پاره ګول وواهه.

لیورپول په غوره لیګ کې  د ۲۰۱۹ میلادي کال د فبروري راهیسې ۲۷ ځله د لوبې لومړی ګول لګولی دی، چې په پایله کې یي ۲۷ سیالۍ هم ګټلي دي.

 لیورپول د یورګن کلوپ تر نظر لاندې ۱۵۱مه لوبه وګټله.

په غوره لیګ کې دا د لیورپول تر ۷۲۵ دقیقو او ۷ لوبو وروسته ګول وخوړ. لیورپول د اخېر ځل له پاره ۵۰ ورځې وړاندې د ایورټون څخه ګول خوړلی و.

لیورپول هغه لوبډله ده چې په غوره لیګ د پای ۶ هغو لوبو کې چې له کور څخه یې بیرون ترسره کړي، بریاوې پکې خپلې کړي دي. دغه راز په غوره لیګ کې د پای ۱۴ سیالۍ ټولې په خپل مټ ګټلي دي.