د لیورپول لوبغاړي ښه سیالي کوي، ځکه ستایل کیږي هم

محمود خان منندوی

د لیورپول ګول ساتوونکي الیسون بیکر د سامبا جایزه ( په اروپا کې لوبیدونکی غوره برازیلی لوبغاړی) وګټله او په دې سره یې د تاریخ لومړی ګول ساتوونکی شو، چې دا جایزه یي وګټله

 په تېرو دریو کلونو کې د لیورپول لوبغاړو دا جایزې ګټلي وې. ( کوټینیو، فیرمینو او الیسون بیکر)

لیورپول د تېري شپې په بریا سره یو کال پوره کړ، چې غوره لیګ کي یي ماته نه ده خوړلې. د دې تر څنګ هغوی د 2007 کال راهیسې د لومړي ځل لپاره د غوره لیګ په 5 پرلپسې لوبو کې کلین شېټ وکړ. غوره لیګ کي یي د بېله ماتو لوبو لړۍ 37 ته ورسېده.

 د لیورپول پخواني دفاعي لوبغاړي مارټین اشکرټل د غوره لیګ په تېره لسیزه کې 7 ګولونه خپل پر لوبډله په غلطۍ سره لګولي وو، چې دې برخه کې ریکارډ لري.

2020 هم کې د لیورپول بریاوې دوام لري، غوره لیګ کي یي شیفیلډ یونایټیډ ته 2-0 ماته ورکړه.

 د لیورپول لپاره محمد صلاح او ساډیو ماني ګولونه ولګول.

 دا په غوره لیګ کي 37مه پرلپسې لوبه ده، چي لیورپول ماته پکښي ونه خوړه.

رسمي: ماټیا پرین په قرضي قرارداد د 6 میاشتو لپاره د جېنوا سره یو ځای شو.

وین روني تېره شپه د ډاربۍ کانټي له پاره لومړۍ لوبه د بارنسلي پر وړاندې وکړه،

چې 2-1 یي وګټله او یو د ګول پاس یي هم وکړي.