د فوټبال له ډګره

محمود خان منندوی

د لیورپول روزونکي یورګن کلوپ د دې کلب د مسؤلینو څخه غوښتنه کړې ده، تر څو د دې کلب د مرکزي لوبغاړي اډام لالانا قرارداد وغځوي. د هغه قرارداد د لیورپول سره راتلونکي دوبي کې پای ته رسیږي.

2020 د اوزیل لپاره ښه پیل شو. د کال لومړۍ مهمه لوبه او بریا

 11.5 کیلو متره فاصله یي طی کړه، دا د تېرو دوو کلونو په پرتله په یوه لوبه کې د ارسنال لپاره تر ټولو ډېره وه.

 لیورپول د خپل دفاعي کرښي د غښتلي کولو لپاره غواړي په جنورۍ میاشت کې یو دفاعي لوبغاړی رانیسي. د اوس لپاره د دوی اصلي هدف د سیویا برازیلی دفاعی لوبغاړی ډیګو کارلوس دی، چې قیمت یي 13.5 میلیونه یورو دی.

مورینیو د لوبې په جریان کې د ساوهمپټن کلب د روزونکي د یاداښت کتابچه وکتله، چې لوبڅار ژیړ کارډ ورکړ.

 مورینیو د دې صحنې په اړه تر لوبې وروسته وویل: دا ژیړ کارډ زما لپاره مناسب و، ځکه ما شوخي وکړه او هم مې بدې خبرې هغه روزونکي ته وکړې. خو زه د یوه احمق په نسبت بې ادبه وم.

 د 2006/07 فصل راهیسې هغه لوبغاړي چې ډېر بریالي ډریبلونه یي د غوره لیګ په یوه لوبه کې کړي دي.