د فوټبال له ډګره ورستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

ټیمو پوکي د انګلستان په غوره لیګ کي شپږم لوبغاړی شو، چې په لومړیو 5 لوبو کې یي +6 ګولونه لګولي دي.

انسو فاټي په 16 کاله عمر سره د لالیګا ځوان لوبغاړی شو، چې په یوه لوبه کې یې دوه ګولونه او یو د ګول پاس وکړ.

د پرون لوبه کې د نورویچ سیټي د اصلي ترکیب د مصرف شوو پیسو پرتله د منچسټر سیټي سره. نورویچ سیټي په داسي حال کې منچسټر سیټي ته ماته ورکړه، چې دې کلب د اصلي ترکیب پر 11 لوبغاړو 6.45 میلیونه پونډه مصرف کړي دي.

د 2017 د اکټوبر راهیسې یوازې ډریس مرټنز د سیر اې په 6 کورنیو لوبو کې ګولونه لګولي دي.

چیلسي د انګلستان د غوره لیګ د تاریخ لومړی کلب شو، چې د دې فصل ټوله ګولونه یي د 22 کلنو د اکاډمۍ د لوبغاړو له خوا لګول شوي دي.

ساډیو ماني په هغه لوبو کې هیڅکله ماته نه ده خوړلې، چې د لیورپول لپاره یي په انفیلډ لوبغالي کې ترسره کړي دي.

د اروپا په 5 معتبره لیګونو کې په دې فصل کې یوازې لیورپول او اینټر میلان د 100 فیصده بریاوو ریکارډ له ځانه سره لري.

د ډورټمنډ ورزشي مدیر میشائیل زورک اعلان کړه، چې د دې کلب پرټګالی دفاعي لوبغاړی رافائل ګوئریرو به ډېر ژر خپل قرارداد تر 2023م کال پورې وغځاوه.

اګویرو د منچسټر سیټي د تاریخ لومړی لوبغاړی چې د انګلستان د غوره لیګ په لومړیو پنځو لوبو کي یي ګولونه لګولي دي.