د فوټبال له ډګره وروستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

د اسې میلان ځوان دفاعي لوبغاړي ګابیا د دې کلب سره خپل قرارداد تر ۲۰۲۴م کال پورې وغځاوه. ګابیا د فوټبال په نړۍ کې ځوان لوبغاړی دی.

په ورته وخت کې بیا منچسټر سیټي د اتحادیې جام په ګټلو کي هټریک وواهه. په دې سیالۍ کې منچسټر سیټي ۲ ګولونه ترسره کړل، خو اسټون ویلا بیا ۱ ګول وواهه.  د منچسټر سیټي له پاره اګویرو او روډري ګولونه ولګول. د اسټون ویلا له پاره ساماټا ګول ولګاوه.  دا د دې جام په تاریخ کي د منچسټر سیټي اوومه اتلولي وه، چي یوازې لیورپول تر دوی مخته دی.

 ریال د دې سربیره چي د ګول ښه چانسونه یي یو په بل پسي خطاء کړل، خو بیا یي هم خپل د حملې پخوانی سبک نه هیراوه!  په دې سیالۍ کې وینیسیوس د ګول لګولو وروسته مخامخ رونالډو ته د هغه د خوشحالۍ ننداره وړاندې کړه!

کاټلونیا راډیو: د بارسلونا سره د سواریز اوسنی قرارداد تر ۲۰۲۱م کال پورې اعتبار لري، خو که هغه د راتلونکي فصل په ۶۰ سلنه لوبو کې ولوبیږي، نو قرارداد به یي تر ۲۰۲۲م کال پورې په اتومات شکل وغځیږي.