ښي لاسي اوپنر کېل راهول پخوانی ویسټ انډيزی لوبغاړی خوښوي

ولید خپلواک

 د ویسټ انډیز لوبډلې پخوانی لوبغاړی (برین لارا) چې په نړیواله کچه تراوسه شهرت لرونکی لوبغاړ دی لا هم د نوموړي د توپ وهنې ستاینه کیږي. لارا د سټارسپورټ تلویزون سره په مرکه کې ویلي: ((په نړۍ کې د ویراټ کوهلي، سټیپ سمیت او روهیت شرما په شان کیليدي لوبغاړي شته، خو زه په اوسني وخت کې د هندوستاني ښي لاسي اوپنر کېل راهول د توپ وهنې ځانګړی مینوال یم.

لارا په خپله مرکه کې د ټیسټ لوبې په اړه هم نظر ورکړ، نوموړي زیاته کړه:

((زه ډېر اندیښمن یم چې ټيسټ کرکټ لنډ فارمټ ته رانشي؛ ځکه د نړۍ خلک له ټیسټ کرکټ سره ډېره زیاته علاقه لري، ټيسټ کرکټ د مینوالو لپاره د تفریح یوه ښه وسیله ده، که چیرته ټیسټ کرکټ کې تغیرات راشي، نو دا به زما لپاره بد خبر وي.))

برین لارا له نړیوال کرکټ څخه استعفا کړې خو د خپل وخت ترټولو مخکښ لوبغاړی و او په نړۍ کې یې زیات ریکارډونه ترشا پريښي چې لا یې هم د اوسني دور کرکټران یې د ماتولو هڅه کوي.