برین لارا: باید ټېسټ کرکټ کې تغیرات را نشي

ولید خپلواک

 د ویسټ انډیز لوبډلې پخوانی لوبغاړی (برین لارا) چې په نړیواله کچه تراوسه شهرت لرونکی لوبغاړ دی لا هم د نوموړي د توپ وهنې ستاینه کیږي. لارا د سټارسپورټ تلویزون سره په مرکه کې ویلي: ((په نړۍ کې د ویراټ کوهلي، سټیپ سمیت او روهیت شرما په شان کیليدي لوبغاړي شته، خو زه په اوسني وخت کې د هندوستاني ښي لاسي اوپنر کېل راهول د توپ وهنې ځانګړی مینوال یم.

لارا په خپله مرکه کې د ټیسټ لوبې په اړه هم نظر ورکړ، نوموړي زیاته کړه:

((زه ډېر اندیښمن یم چې ټيسټ کرکټ لنډ فارمټ ته رانشي؛ ځکه د نړۍ خلک له ټیسټ کرکټ سره ډېره زیاته علاقه لري، ټيسټ کرکټ د مینوالو لپاره د تفریح یوه ښه وسیله ده، که چیرته ټیسټ کرکټ کې تغیرات راشي، نو دا به زما لپاره بد خبر وي، باید تغیرات رانشي.))

برین لارا له نړیوال کرکټ څخه استعفا کړې خو د خپل وخت ترټولو مخکښ لوبغاړی و او په نړۍ کې یې زیات ریکارډونه ترشا پريښي چې لا یې هم د اوسني دور کرکټران یې د ماتولو هڅه کوي.