اسټرالیا: نړیوال شل اوریز کرکټ جام کې باید چمتو ورځې موجودې وي
د اسټرالیا کرکټ بورډ ویلي، چې د نړیوال جام پلی اف سیالیو کې باید ریزرف یا چمتو ورځې وي؛ ترڅو د باراني ورځو جبران وکړي.
د اسټرالیا کرکټ بورډ هیله ښودلې چې د کرکټ نړیواله شورا د نړیوال شل اوریز کرکټ جام دوو نیمه پایلوبو ته چې لومړۍ هغه یې د نومبر په ۱۱ مه نېټه د اسټرالیا په اډیلایډ ښار کې ترسره کېږي او دویمه یې د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې ترسره کېږي، ریزرف یا چمتو ورځې وي.
د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام چې په انګلستان کې ترسره شو، پکې ډېر بارانونه وشول، چې ځېنې لوبې یې لغوه کړې او په نیمه پایلوبو یې منفي اغېز وغورځاوه؛ نو له دې وروسته د نړۍ د هېوادونو کرکټ بورډونه په دې لټه کې شول، چې د باران په مرسته لغوه شوې لوبې د ریرزف یا چمتو ورځو په مرسته جبران کړي. په اسټرالیا کې هم بحري هواګانې د دې لامل کېږي، چې چټک بارانونه و اوري او پایله کې یې لوبې ګډوډې شي.
سږ کال د نړیوال جام د شل اوریزو لوبو لپاره په داسې حال کې د ریزرف ډیز یا اضافي چمتو ورځو غوښتنه کېږي، چې د ښځینه وو نړیوال شل اوریز جام پر مهال د هندوستان او انګلستان ښځينه کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه باران لغوه کړه او د ریزرف یا چمتو ورځو په نشتون کې د انګلستان کرکټ لوبډله له سیالیو بهر شوه او د هندوستان ښځينه کرکټ لوبډله په مستقیم ډول پایلوبې ته ورسېده.