د کرکټ مبصر اکاش چوپړا: ممکن ایم ایس ډوني استعفا ورکړي

د هندوستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر اکاش چوپړا ویلي، چې ایم ایس ډوني ښایي یواځې یو سیریز د هند په استازولۍ وکړي او بیا استعفا وکړي.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر اکاش چوپړا د ایم ایس ډوني د استعفا په اړه څرګندونې کړي دي.

چوپړا ویلي چې زما په اند ډوني به یواځې یو ځل د هند لپاره ولوبېږي او بیا به له لوبو سره مخ ښه کوي.

مهیندرا سېنګ ډوني د هندوستان لپاره یو له بریالیو لوبډلمشرانو او منځنیو توپ وهونکو څخه و، چې هندوستان ته یې له ۲۰۰۷ م کال څخه تر ۲۰۱۳ م کال پورې ۳ اتلولۍ ګټلي دي، ۲۰۰۷ کال نړیوال شل اوریز جام، ۲۰۱۱ م کال نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام او د ۲۰۱۳ م کال قهرمانۍ جام اتلولي د ډوني په رهبرۍ کې هندوستان ګټلي دي.

ډوني له ۲۰۱۹ م کال راهیسې د هندوستان لپاره نه دی لوبېدلی.

په هغه وروسته له هغې انتقادونه زیات شول، چې کله د ده په شتون کې د هندوستان ملي لوبډله د نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام په نیمه پایوبه کې د نیوزیلېنډ خلاف ماته شوه او له سیالیو بهر شوه.