د لیډز یونایټیډ کلب پخوانی ستوری نورمان هنټر کورونا وواژه، نور هم شته

د انګلستان د ملي لوبډلې او د لیډز یونایټیډ کلب پخوانی ستوری نورمان هنټر تر هغه وروسته په ۷۶ کلنۍ کي مړ شو، چې د کرونا وایروس ټیسټ یي مثبت اعلان شو.

لیورپول اعلان کړه، چې بغیر له ورزشي کارکوونکو څخه به د دې کلب د ټولو کارکوونکو معاشات د کرونا وایروس تر پای پورې سل سلنه اداء شي او هغوی ته به لنډمهالی رخصت هم ورکړل شي. دغه راز د برازیل د بلوهوریزونټي ښار د میني رائوی لوبغالي نور اچوونکي ګروپونه د دې هیواد د ډاکترانو د زحمتونو څخه د ملاتړ په هدف شین رنګه شول.

ارسنال اعلان کړه چې د غوره لیګ د دې فصل د پوره کېدو سره موافق دی.

فیفا اعلان کړه، تر هغه وروسته چې د توکیو د ۲۰۲۰ کال المپیک لوبې یو کال وځنډېدلې، اوس تر ۲۳ کلونو لوړ عمر لرونکي لوبغاړي هم د راتلونکې کال د المپیک سیالیو د فوټبال لوبو کې ګډون کولای شي.

سکای سپورټ: نیمار غواړي پاریس سېنټ جرمن پریږدي. نیمار دغه خبره د پاریس سېنټ جرمن مسؤلینو ته هم کړې ده.

جانلوکا ډي مارټزیو خبر ورکړی، چي د یوونټوس او ایاکس ترمنځ د ډي لیکټ پر سر خبري توافق ته رسیدلي دي او دغه لوبغاړی به په چهارشنبه د ایاکس سره یو ځای شي.

د مراکش د رسنېو د خبرونو پر اساس، د دغه هیواد روزونکي هروري رنار استعفاء ورکړې ده. ویل کېږي هغه به د عربستان ملي لوبډلي روزونکی شي.

د سن ورځپاڼي تائید کړه، چې د برایټون او لیسټر سیټي کلبونه د لویس ډانک پر سر په 45 میلیونه پونډه توافق ته رسیدلي دي او هغه به د مګوایر ځایناستی شي.