د پاکستان د ۱۹ کلنې لوبډلې لوبغاړی محمد زریاب ځان وواژه

خبریال: فضل الرحیم رحیمي: د ایکسپریس نیوز د خبر له مخی، د پخواني کرکټر عامر حنیف زوی محمد زریاب د دي لپاره ځان وژنه کړې چې روزونکي ورته په لوبډله کې د لوبیدو موقع ورنکړه او له ټیم څخه یې وایست.

محمد زریاب د پاکستان په   فرسټ کلاس کرکټ کې د لوبېدو ترڅنګ د دغه هیواد په نولس کلنه ملي لوبډله کې هم لوبیدلی و.

زریاب  اوسمال ۱۷ کاله عمر درلود.

ویل کیږي چې تیره شپه نوموړي د خپل کور ترڅنګ کوڅه کې ځان په پړي زېندۍ کړی دی.

د زریاب پلار وايي، د ده د زوی قاتل د دوی دلوبډلې روزنکی دی نه پخپله زریاب.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *