پر پاکستاني لوبغاړی د درغلیو په خاطر بندیز ولګېد

تاند- د پر له بسې درغلیو د رسوا کېدو په لړ کې د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې پر لوبغاړي محمد نواز د دوو میاشتو په مخه بندیز ولګول شو.
محمد نواز چې هم باولنګ کوي او هم بیټنګ کوي تورن شوی دی چې د پاکستان د شل اورونو په سوپر لیګ کې یې په درغلیو کې لاس درلود. پر ده لګول شوی بندیز د دې لپاره دی چې تحقیقات وشي.
۲۳ کلن نواز تر دې مخکې ونه توانیده چې په خپل وخت د شرط په پیسو کې د لاس لرلو سپیناوی وکړي. که چیرته دی جریمه ورکړي نو بندیز به یې نیم ته راکم شي. جریمه یې نژدې دوه زره ډالر کیږي. البته د بندیز د کمیدو لپاره یو شرط دا هم دی چې د پاکستان له کرکټ بورډ سره به همکاري هم کوي.
نواز په وروستیو کې د پاکستان د ملي ټیم دوهم لوبغاړی دی چې بندیز پرې لګول کیږي تر ده مخکې د پاکستان تیز توپ اچونکی محمد عرفان د مارچ په میاشت کې له لوبو وګرځول شو او بندیز پرې ولګول شو.
اووه فوټ او یو اینچ دنګ عرفان تر اوسه دوه ځله نه دی توانیدلی چې په ځانګړي وخت کې د درغلیو سپیناوی وکړي.
د پاکستان کرکټ بورډ تر دې مخکې د ملي ټیم پر شارجیل خان، خالد لطیف، ناصر جمشید او شاهزیب حسن بندیزونه لګولي دي او دا غونډ لوبغاړي د درغلیو په تور له لوبو ګرځول شوې دي.
نواز د پاکستان د ملي ټیم لپاره په درې ټسټ لوبو کې تراوسه برخه اخیستې ده، په نهو پنځوس اوروه لوبو کې یې ګډون کړی او د پاکستان د ملي ټیم لپاره په پنځو شل اوروه لوبو کې لوبیدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *