د هندي مبصر خبره (راشد خان ایی پل کبهي بهی نهی بولینګې)

لیکنه: فضل رحیم (رحیمي)

دا هغه ورځ وه چې ای پي ایل لوبو لپاره کسان اخیستل کیدل پنځه افغان لوبغاړي هم د لومړي ځل لپاره دغو لوبو کې د لوبیدو لپاره د اخیستونکو لوبغاړو په لیست کې ورزیات شوي وو. د بولۍ په ورځ د افغانانو تمه دا وه چې شهزاد نبي او راشد خان به خامخا اخیستل کیږي.۲۰۱۷ کال فبروری شلمه نیټه بنګلورښار.

راشد ویده و خو د مینه والو زړونه یې درزیدل کله چي د راشد نوم راغی ټول حیران و چې اوس به یی څوګ واخلي او که نه، خو ممبي لوبډلې د راشد اخیستلو لپاره خپل غږ پورته کړ، سن ریزرس لوبډله هم د راشد نیولو لپاره را وړاندې شوه خپلې هڅې پیل کړې بولۍ سخته ګرمه شوه د نورو لوبډلو لپاره راشد نا اشنا نوم و ټول ورته حیران و، خو حیدر اباد د راشد د خپلولو لپاره کلک هوډ درلود.

مینه وال هم خوښ شو او پرسوشل میډیا یې د ارشد اخیستل کیدو خبرونه خپاره کړه چې له دې سره ډیر خلک خبرشوو..

حیدر اباد لوبډلې بل افغان لوبغاړی محمد نبي هم اخیستې و د کرکټ سره د افغانانو منې او دغه لوبډله کې د محمد نبي او راشد لوبیدلو ای پي ایل سیالیو کې حیدر اباد د افغانانو لپاره د خوښې لوبډله او د بریا غوښتنه یې ورته کوله.

اپریل (۵)نیټه لوبي هم پیل شوې  لومړۍ لوبه هم پدغه لوبوکې دنبي او راشد دوی لوبډلې وه لوبه پیل شوه خویواځې راشدارمان په لوبه کې واخستل شو کله چي ارمان توپ اچوني ته راغې نو په لومړي اور کې یی ویکټ ترلاسه کړه دکرکټ مبصر چغه کړه چې مېن فورم افغانستان() بل مبصر غږ وکړه چې راشد خان (ایی پل کبهی بهي نهی بولینګي)(راشد خان به دامیوه یاثمره هیڅ کله هم هېرنکړي )نبی هم له ډرسنګ روم چغه کړه او خپله خوښي یې څرګنده کړه د نبي د خوشحالۍ دغه انداز ځانګړې و او د لوبې تر پایه بیا بیا ښودل کیده.

Rashid Arman راشد پدغه لوبه کي دوه لوبغاړي وسوځول او په ټولوڅوارلس سیالېو کې ولوبید او (۱۷) لوبغاړي یی وسوځول چې ګجرات خلاف ۳،ممبیي خلاف ۱،پونې خلاف ۱،پنجاب خلاف ۲،کلکتې خلاف ۱،پونې بیا۱،پنجاب بیا ځل لپاره ۱،او د ګجرات پروړاندی ۳، لوبغاړی یې دوهم ځل لپاره وسوزول او په دغه لوبوکې دوه ځله دلوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شوه او ترڅنګ یې اقتصادي توپ اچونه هم وکړه او دکرکټ مبصرینوپام یی ځاتنه واړوه، چې دی سره په راتلونکي نور شخصي لیګونوکې یې داخستلو خبرې همراونې شوی، راشد لا په ای پی ایل کې وچې د کرابین پریمیر لیګ کې هم واخستل شو او دبیګ باش لوبوکې یی داخستلو خبري راوانۍ دی.

که څه هم لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل ته دومره د لوبیدو موقع ورنکړه خونوموړی یواري په دریوو سیالېو کې دلوبي لپاره غوره شو توپ وهنې کې ورته خاصه موقع په لاس ورنه غله ، خو توپ اچونه یی بیا په زړه پورې وه چې دپنجاب پر وړاندی ۱، ممبيي پروړاند۱ې،او ګوجرات خلاف یې کوم لوبغاړی ونه سوځاوه مګر ښه توپ اچونه یې د ممبیي پروړاندی وه، چې څلورو اورونوپه ترسرکولو۱۳ منډو ورکړه او یولوبغاړی سوزول و.

افغان کرکټ مینه والو ډیره تمه لرله چې نبي هم راشد په څیر ډیرو لوبوکې ولوبیږي خو داسې نه و، که څه هم  نبي په دغه دریو لوبوکې ډیر ښه ولوبید  خو لوبډلمشر او روزونکي ورته بیا هم په لوبه کي د لوبیدو موقع ورنکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *