په ای پي ایل لیګ کې راشد خان د غوره الراونډرانو په لېست کې وشمېرل شو
عزت الله الفت
د راشد خان په ګډون د آې پي ایل هغه پنځه الروانډران درپېژنو، چې ځېنو ورزشي وېب پاڼو یې یادونه کړې ده. د سپورټس کیډا په نوم ورزشي وېب پاڼه لیکي، چې واټسن، راشدخان او ځېنې نور الراونډران شته، چې د آې پي ایل رنګ یې ښه کړی دی او په خپلو ښو شاټونو او خطرناکې توپ اچونې یې د لوبډلو ملا ور تړلي دي. په لوبډلو کې د الراونډرانو او یا هم کرکټ ټولچارو شتون حتمي او اغېزناک دی، الرانډر داسې یو لوبغاړی وي، چې که په توپ وهنه کې ښه ونه ځلېږي، په توپ اچونه او یا هم ډګر ساتنه کې مهم رول لوبوي.
شېن واټسن شېن واټسن د اسټرالیایي لوبډلې خطرناک او د خپل وخت نامتو الراونډر و، چې لا یې هم د الراونډرۍ په برخه کې رول په جم و جوش کې دی، هغه سږ کال په بېګ باش لیګ کې سلیزه ووهله او تېر کال یې آې پي ایل کې د چینای لوبډلې لپاره په سلیزې سره اتلولي ورکړه. واټسن اوس یواځې لیګونوکې لوبېږي او له نړیوالو لوبو یې استعفا کړې ده. د آې پي ایل په پایلوبه کې واټسن د حېدراباد لوبډلې خلاف په ۵۷ توپونو ۱۱۷ منډې وکړې، ۱۱ څلوریزې او ۸ شپږیزې پکې شاملې وې.
سونېل نرېن نرېن ویسټ انډیزی بالر و، خو توپ وهنه یې تر توپ اچونې ډېره په زړه پورې ده او همدا علت دی، چې آې پي ایل کې د الراونډرانو په قطار کې راغلی دی. نرېن ۲۰۱۲ کال راهیسې له کلکتې لوبډلې سره لوبېږي. نرېن تېرکال ۱۶ لوبوکې ۳۵۷ منډې کړې وې او ۱۷ وېکټې یې اخېستې وې، نوموړی هم د واټسن څخه کم نه دی او خورا تجربه کار الراونډر دی. تېرکال نرېن په آې پي ایل کې د لوړ سټرایک رېټ جایزه واخېسته او هغه ښکلی موټر چې هلته ولاړ و، هغه یې په جایزه کې یووړ. د هغه سټرایک رېټ ۳۷۹ اعشاریه ۵ و. بېن سټوکس دی په ۲۰۱۷ کې لوړ پلورل شوی الراونډر و، چې راجستان اخېستی و. بېن سټوکس د انګلستان الراونډر دی. ۲۰۱۷ کال کې دی په ۱۷ اعشاریه ۵ کرړوه هندي کلدارو پلورل شوی و. هغه په ۲۰۱۸ کال کې ۸ وېکټې اخېستې وې او په ۱۳ لوبوکې یې ۱۹۶ منډې کړې وې. راشدخان ارمان د وېبپاڼې په وېنا راشدخان اوس د نړۍ په کچه یو پېژندل شوی توپ اچوونکی او الراونډر دی.
راشدخان شا او خوا لس لیګونو کې لوبېږي، هغه د حېدراباد لپاره تېرکال ۱۷ لوبوکې ۲۱ وېکټې واخېستې هغه په یوه لوبه کې د کلکتې خلاف داسې توپ وهنه وکړه، چې کلکته لوبډله یې له مخکې تګ منع کړه او راشدخان بیا په دغې مهمه لوبه کې مېن اف د مېچ یا د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو. یوراج سېنګ یوراج د نړۍ په کچه مشهور لوبغاړی دی؛ خو اوس لوبه خرابه شوې ده او همدا علت دی چې له پامه غورځېدلی خو لاهم په آې پي ایل کې اخېستل کېږي. ۲۰۱۵ کال کې قیمتي لوبغاړی و، په ۱۶ کروړه هندي کلدارو ډیلي لوبډلی اخېستی و. د هغه د کارکرده ګۍ ښه څرک په وروستیو کې نه تر سترګو کېږي.