د افغان پیاوړي لوبغاړي محمد نبي په بېګ باش لیګ کې لاسته راوړنې

عزت الله الفت
محمدنبي عیسی خېل چې د افغان لوبډلې باوري الراونډر لوبغاړی دی، د بېګ باش لیګ په پاتې مهمو لوبو کې به ګډون ونه لري. محمدنبي عیسی خېل وړمه ورځ بېګ باش لیګ پرېښود او له اسټرالیا څخه هندوستان ته ولاړ، هغه له خپلې ملي لوبډلې سره په بنګلور ښار کې مل شو او هلته به د ایرلېنډ خلاف لوبو لپاره تمرینات پیل کړي.

د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې مشر روزونکي انډریو مک ډونلډ ویلي، چې د محمد نبي وړتیاوې مونږ نه شو هېرولای او د هغه کارکرده ګي به مونږ یادوو.
مک ډونلډ ویلي، د هغه توپ اچونه او توپ وهنه د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې لپاره د ملا د تیر په څېر وه او دا چې هغه زمونږ څخه ولاړ زمونږ لپاره په پاتې لوبو کې ستره ضایع ده.

افغان کرکټ بورډ محمد نبي ته ویلي وو، چې د اسټرالیا لیګ پرېږي او هندوستان کې له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي. د پنج شنبې په ورځ د بي بي ایل یا بېګ باش لیګ مهمې او پلی اف سیالۍ پیلېږي. افغان لوبډله د فبروري په ۲۱ له ایرلېنډ سره لوبې پیلوي او همدا علت دی چې افغان لوبغاړو د نړۍ لیګونه پرېښودل او هندوستان ته ستانه شول.

محمد نبي د بېګ باش په روانو سیالیو کې ۲۲۸ منډې کړي دي او ۸ وېکټې یې اخېستې دي. په محمد نبي عیسی خېل باندې په مېلبورن رېنېګېډز لوبډله کې حساب کېده او هغه یو له کلیدي الراونډرانو څخه و، نوموړي د مېلبورن لوبډلې په بریاوو کې سږ کال اوچت او بارز رول درلود په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو کې یې خورا ښې لوبې وکړې.
یو ځل یې د ډانیل کرسېچېن سره ۹۷ منډې ملګرتیا په اوومه وېکټ وکړه او لوبډله یې په بریا ونازوله. کله چې د افغان لوبډلې لوبې پای ته رسېږي بیا افغان لوبغاړي، راشدخان، محمدنبي او مجیب ځدران په آې پي ایل سیالیو کې ګډون کوي. د افغان لوبډلې لوبې د مارچ په ۱۹ مه نېټه له ایرلېنډ سره پای ته رسېږي او د مارچ په ۲۳ مه نېټه د آې پي ایل سیالۍ پېلېږي. محمدنبي عیسی خېل او راشدخان له خپلې پخوانۍ لوبډلې سن رایزرز حېدراباد سره ملګري کېږي او مجیب ځدران بیا د پریټي زېنټا له لوبډلې پنجاب سره ملتیا کولو ته ملا تړي.