ليکنه: مدثر دعوت

د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړي وايي که تر راتلونکي چهارشنبې د دوی سرنوشت مالوم نه شي، دوی به د کويټ په وړاندي د فيفا د درجه بندۍ ډيره مهمه سيالي ونکړي.

د دوی په وينا چي حتی د تمريناتي او دوستانه لوبو د کولو دپاره هم امکانات او بوديجه نلري.

د ملي لوبډلي روزونکی انوش دستګير وايي چي فزيوتراپ او ډاکتر لا له وړاندي د ملي لوبډلي د مرستي څخه لاس په سر سوي او ترهغې يې د بيرته راتګ څخه ډډه کړې ترڅو چي د فوټبال فدراسيون ستونزي نه وي حل سوي.

د فوټبال ملي لوبډلي لوبغاړو له خلکو څخه هيله کړې که ترچهارشنبې وروسته د دوی په تن کي د ملي لوبډلي لباس نه وو،نو نه دي خواشيني کيږي.

د دوی په وينا که څه هم افغانستان له کويټ سره د راتلونکي مارچ مياشتي په ۲۳مه نيټه لوبه لري،خو موږ د خپل حق غوښتلو او سرنوشت ټاکلو په خاطر ياده لوبه نه ترسره کوو او نور د افغانستان فوټبال ملي لوبډلي لباس نه په تن کوو.

وروسته تر هغې چي څو مياشتي وړاندي د افغانستان د فوټبال د ښځينه لوبډلي پخوانۍ مديري خالدې پوپل، د دغه ټيم روزونکي کيلي ليندسي او ځينو نورو لوبغاړو د فوټبال فدراسيون د رئيس کرام الدين کرام په ګډون څو مسؤلان په جنسي ځورونه تورن کړل،د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه لويي څارنوالۍ د يادي موضوع اړوند تحقيات پيل کړل.

لويي څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ریس کرام الدين کرام په ګډون د ۶ کسانو دندي وځنډولې،او همدارنګه د کرام په ګډون پر ۵ غړيو د هيواد څخه پر وتلو بنديز ولګيدی.

همدارنګه د فوټبال نړيوال فدراسيون هم د ۹۰ ورځو لپاره کرام الدين کرام د فوټبال په برخه کي د هيواد دننه او دباندي د هر ډول فعالیت څخه منع کړ.

خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون فني مرستيال محمد یوسف کارګر د لویي څارنوالۍ له خوا د دندي د ځنډېدو د حکم له رفع وروسته بيرته خپلې دندي ته راوګرځېدی.

د فوټبال فډراسيون چارواکو پر ځانونو لګېدلي تورونه رد کړي دي،خو د افغانستان لويه څارنوالي او د کورنيو چارو وزارت د سويو ادعاوو په اړه لاهم څېړني کوي.

خو اوس پوښتنه دا ده چي د ملي لوبغاړو سرنوشت به څه کيږي؟
ايا حکومت به د دوی ضرب الاجل ته مثبت ځواب ووايي او که به د افغانستان فوټبال له خاورو سره خاوري سي؟