افریقايي کیڼ لاسی توپ وهونکی ریلي روسوو، چې رنګپور رایډرز لوبډلې سره ولوبېد ۵۵۸ منډې یې کړې وې، چې تر ټولو مخکښ منډې جوړوونکی و.
په منډو جوړولو کې دوهم مخکښ لوبغاړی تمیم اقبال و، دی له کامېلا وېکټورینز لوبډلې سره ولوبید هغه په ټولو لوبو کې ۴۶۷ منډې وکړې.
دریم مخکښ توپ وهونکی مشفق الرحیم و، هغه د چېټاګانګ لوبډلې لوبډلمشر و؛ نوموړي ۴۲۶ منډې وکړې.
تر ټولو زیاتې وېکټې د ډاکا لوبډلې لوبډلمشر شکېب الحسن ۲۳ وېکټې واخېستې.
وېکټو کې تر شکېب وروسته د سېلهېټ لوبډلې چټک توپ اچوونکی تسکین احمد و، هغه ۲۲ وېکټې واخېستې.
دریم مخکښ وېکټ اخېستونکی د ډاکې لوبډلې چټک توپ اچوونکی روبېل حُسېن و، هغه هم ۲۲ وېکټې واخېستې.