د اسټرالوي ګلين مکګرات په نړيوالو جامونو کي ځيني ريکارډونه
دعوت
اسټرالياوی ګلين مکګرات هغه لوبغاړی دی چي، د خپل لومړني نړيوال جام څخه چي په ۱۹۹۶م کال کي پکې ولوبيدی، تر وروستي ۲۰۰۷م کال نړيوال جام پوري يې په ۳۹ لوبو کي ۷۱ وکيټي واخيستلې.
نوموړي په ۲۰۰۷م کال نړيوال جام کي ۲۶ وکيټي ترلاسه کړلې، تر اوسه بل توپ اچوونکی په دې نه دی توانيدلي چي په يوه نړيوال جام کي په دومره شمير لوبغاړي وسوځوي.
مکګرات په ۲۰۰۳م کال نړيوال جام کي په ۷ اوورونو کي ۴ ميډن اوورونه ترسره کړل، ۱۵ منډي يې ورکړلې او ۷ لوبغاړي يې وسوځول، تر اوسه بل توپ اچوونکي دا ريکارډ ندی مات کړی.
نوموړی د ۱۹۹۹م، ۲۰۰۳م او ۲۰۰۷م کلونو نړيوال جامونو ګټلو کي د اسټراليا لوبډلي غړی وو.