لیکوال: دعوت
هندي تيز توپ اچوونکي جسپريټ بومرا په ۲۰۱۸ز کال کي تر بل هر توپ اچوونکي ډير لوبغاړي سوځولي.

نوموړي سږکال ټولټال ۷۸ نړيوالي وکيټي اخيستي.

بومرا ۴۸ وکيټي په ۹ ټيسټ لوبو کي،۲۲ وکيټي په ۱۳ يو ورځنيو لوبو کي او ۸ وکيټي په ۸ شل اووريزو نړيوالو لوبو کي اخيستي.

تر ده وروسته د سويلي افريقا تيز توپ اچوونکي کاګيسو ربادا ۷۷ نړيوالي وکيټي اخيستي.

ربادا په ۱۰ ټيسټ لوبو کي ۵۲، په ۱۴ يو ورځنيو لوبو کي ۲۳ او په ۲ شل اووريزو لوبو کي ۲ وکيټي اخيستي دي.