د دیګانو فریمر لیګ په پینځلمه سیالۍ کې د دیګانو لوبډلې متون لوبډله ماته کړه

__ تاند
د دیګانو فریمرلیګ د سیالېو تر نامه لاندې پینځلمسه سیالي د شهیدانو د ډېنجر په میدان د انجینر هلمند هلمند او الفت ځینیخیل په مالی لګښت په جوړ شوي ټورنمنټ کې د دیګانو زلمېو او متون اریانا کلب ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شوه.

د لوبې پچه یا ټاس د دیګانو زلمېو کرېکټ کلب لوبډلمشر رحیم الله وګټلو او پخپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې، د دیګانو زلمیو په پوره ۱۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو سره د متون اریانا لوبډلې ته د ۱۳۳ منډو هدف وټاکه.

په پورته هدف کې د توپوهنې په برخه کې عظیم جان ۴۵ چټکې، رحیم الله ۳۱، عتیق الله او اکرم الله بیا ۱۹- ۱۹ منډې جوړې کړې.

د توپ اچونې په برخه کې بیا نعمت الله دوه لوبغاړې وسوځول.  د ۱۳۳ منډو لپاره د متون اریانه لوبډلې لوبه پیل کړه چې دوی د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ایله ۱۱۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې په ۲۱ منډو اوبایلله.

د دې لوبډلې لپاره د توپوهنې په برخه کې سلمان ۳۱ منډې جوړې کړې او د توپ اچونې په برخه کې بیا  کې بیت الله ۳ زینت الله ۲ او خالدشاه ۱ ویکټ ترلاسه کړه.