د دیګانو په فریمرلیګ چیلنجي لوبه کې انتظار کلب سپین غر بازانو ته ماته ورکړه

ـــــ تاند

 د دیګانو په فریمرلیګ یعنې DPL کې څوارلسمه سیالي د انتظار کلب او سپین غربازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې، ټاس د سپین غربازانو لوبډلې لوبډلمشر ګل ویس خان وګاټه او پخپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دې لوبډلې په پوره لس اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د۸۹ منډو هدف وټاکه. په دې هدف کې شمس الله شمس ۳۰ او محمد امیر هم ۳۰ منډې جوړې کړې او د توپ اچونې په برخه کې زاهد همت د ۸ منډو په ورکولو سره ۲ او زینت الله درد د ۲۰ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي اوټ کړل.

د ۸۹ منډو هدف د پوره کولو په موخه د انتظار لوبډلې خپله لوبه پیل کړه چې دوی د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره یاد هدف په ډېرې اسانۍ سره ترلاسه کړ او لوبه یې په ۵ ویکټو وګټله.
د توپوهنې په برخه کې عتیق الله ۲۴ او نصیب بیا ۲۳ منډې جوړې کړې، د توپ اچونې په برخه کې سلام د ۱۹ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړې اوټ کړل.
د سیالۍ غوره لوبغاړی عتیق الله ونومول شو او د سیالۍ غوره کیچ بیا زینت الله ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي چې نن به په دغه لیګ کې وقفه وي، خو بله ورځ به دRCB کلب او د افغان ټایګر لوبډلو ترمنځ په زړه پورې لوبه ترسره شي.

نوټ: نن ورځ لوبه په دی جالبه وه چې دواړو لوبډلو یو بل ته چیلنج ایښي وو او لوبه هم یو طرافه نه وه دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه.