افغان لوبډلو (ایلېون او کرناټاکه) خپلو کې څلورمه تمریني سیالۍ وکړه
ـــــ تاند
له پرلپسې ۳ بریاوو وروسته، افغانستان ایلیون لوبډلې نن له کرناټاکه لوبډلې ماتې ومنله او لوبه یې د ۴۵ منډو په توپیر خپله کړه.
لومړۍ توپوهنه د.کرناټاکه لوبډلې له لورې وشوه چې په ۴۹،۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره افغانستان ایلیون لوبډلې ته د ۲۵۹ منډو هدف وټاکه.
کرناکه لوبډلې ته په توهنه کې شرت ۴۹ او منوج ۴۳ ډیرې منډې وکړې؛ د افغان توپ اچوونکو له ډلې افتاب عالم او کریم جنت درې – درې او سید شیرزاد بیا ۲ لوبغاړي وسوځول.
د هدف د ترلاسه کولو په موخه افغان ایلېون لوبډله د لوبې ډګر ته راښکته شوه او د لوبې له پېله یې د بریا شاه نېولې وه، خو ونه توانېده. دې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۵،۲ اورونو کې له لاسه ورکړل او ۲۱۳ منډې یې جوړې کړې.
اکرام علي خېل ۵۷، کریم جنت ۴۱، رحمت شاه ۲۷، نجیب ځدراڼ ۲۳، سمیع الله شینواري ۲۳ او حشمت الله شهیدي ۱۴ منډې جوړې کړې.