افغانستان ایلیون، کرناټاکه لوبډلې ته په شل اوریزه لوبه کې هم ماتې ورکړه
د ملي لوبغاړو څخه جوړې شوې افغانستان ایلیون لوبډلې، د هند په بنګلور کې د ځايي لوبډلو سره د تمریناتي سیالیو په لړ کې نن یوځل بیا کرناټاکه لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
کرناټاکه لوبډلې لومړی توپوهونه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۱۵۷ منډې هدف ورکړ؛ د یادې لوبډلې لپاره میېنک اګروال او کرون نایر په ترتیب سره ۵۸ او ۴۵ ډیرې منډې جوړې کړې. د افغان توپ اچوونکو له ډلې فرید ملک او شرف الدین اشرف یوه-یوه ویکټه ترلاسته کړه.
د سمیع الله شینواري ۴۸ ناسوځیدلو او د رحمت شاه ۳۹ ناسوځیدلو منډو، افغان لوبډله د لوبې په وروستي اور کې بریا ته ورسوله؛ تر دوی وړاندې حضرت الله ځاځي ۱۱، نجیب تره کي ۲۹، عثمان غني ۱۷ او کریم جنت ۹ منډې جوړې کړې وې