د شهزاد محمدي نا ویلې او په زړه پورې خبرې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش په سفر کې د دې هېواد د «کرېکټ ټوډي» رسنۍ سره ډېرې نوې خبرې کړې‌دي چې ښایي ډېرو ته په زړه‌پورې وي.
د کرېکټ ملي لوبډلې دغه بریدکونکي توپ‌وهونکي لوبغاړي په‌خپلې وروستۍ ویډیويي مرکې کې ویلي دي چې د کرېکټ په نړۍ کې ډېر ملګري لري؛ خو هندی ویکټ‌ساتونکی مهندرسینګ ډهوني او پاکستانی پښتون لوبغاړی شاهد افریدی یې نږدې ملګري دي.
د ده په وینا، په خوراکونو کې په هېڅ خوراک کبر نه‌کوي او هر څه خوري؛ خو بنګله‌دېشۍ وریجې یې د خوښې خواړه دي

د شهزاد په وینا، د کرېکټ ترڅنګ یی فوټبال د خوښې لوبه ده او د لیونیل میسي او پرتګالی کریسټیانو رونالډو یې د خوښې لوبغاړي دي.
دې افغان توپ‌وهونکي دا هم ویلي، که د تفریح او چکر چانس پیدا کړي؛ مالدیف ته به ځي.
محمدي دغه راز ویلي، ډېرې سندرې یې خوښېږي؛ خو د هندي فېلم «دیوداس» سندرې ډېرې اوري او دغه راز د چای پر ځای «کافي» ډېره څښي.
شهزاد وایي، په اس ځغاسته یی هم خوښه ده او په ۴ موسمونو کې یې ژمی د خوښې موسم دی؛ خو د خوښولو په اړه یې دلیل نه‌لري.
ده دا هم ویلي، که واک، ځواک او سرمایه ولري؛ ځانته به ځانګړې الوتکې جوړې کړي او د خوښې ځایونو ته به پرې سفر وکړي

شهزاد محمدي ـ چې د سږ کال په بنګله‌دېش کرېکټ پریمیر لیګ سیالیو کې د چټاګانګ وایکینګز لوبډلې په ګټه ولوبېد ـ دا هم وویل چې بنګله‌دېش کې نفوس او د ده په افغانستان کې غرونه زیات دي.
افغان لوبغاړي محمدي د بنګله‌دېش په سوداګریزو سیالیو کې له لوبېدلو وروسته هندوستان ته رسېدلی دی او د ایرلینډ خلاف سیالیو له‌پاره د تیاریو په موخه د بنګلور په روزنیز کمپ کې له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره یوځای شوی‌دی