سمیع الله 

د شهزاد ژوند، کرکټ ته راتګ او ریکارډونه یې
شهزاد محمدي په ۱۹۸۸ م کال کې د جنوري په ۳۱ مه نېټه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
شهزاد محمدي اوسمهال شا او خوا ۳۰ کاله عمر لري.
نوموړی د افغان لوبډلې وېکټ ساتونکی ښي لاسی توپ وهونکی دی، شهزاد محمدي له بندیزونو پرته په ټولو لوبو کې د افغان لوبډلې ملګری پاتې شوی او په هره لوبه کې یې د افغانستان لپاره ځواکمن رول لرلی.
محمدي د یو ورځنیو لوبو سربېره په شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لپاره بریدکوونکی توپ وهونکی دی.
هغه یو ځل د دوهمه درجه کرکټ هېوادونو په منځ کې د شل اوریزو لوبو د کال غوره لوبغاړی راغلی و، چې د کرکټ نړیوالې شورا بیا ورته جایزه هم ورکړې وه.
شهزاد د دوهمه درجه هېوادونو په منځ کې تر ټولو زیاتې منډې کړې وې، په تېر کې چې به افغان لوبډلې په توپ وهنه کې ډېره تکیه کوله، هغه به په شهزاد محمدي کېدله، اوپننګ برخه کې به شهزاد محمدي د لوبډلې د ملا تیر و.

په ۲۰۱۱ کال کې له ایرلېنډ سره شل اوریزې لوبې وې، دا لوبې په عربي متحده اماراتوکې روانې وې، شهزاد محمدي او کریم صادق اوپننګ ته راغلل، ایرلېنډ افغانستان ته ۱۴۵ منډې هدف ورکړی و، کریم صادق په ۱۷ توپونو ۳۲ منډې وکړې او شهزاد محمدي په ناسوځېدلې پنځوسیزې لوبډله تر بریا ورسوله.
۲۰۱۶ م کال او شهزاد محمدي
نوموړي د ۲۰۱۶ م کال د جنوري په ۱۰ مه نېټه د زِمبابوې خلاف ریکارډي لوبه وکړه، شهزاد محمدي په شل اوریزو لوبو کې ۱۱۸ منډې وکړې، چې د برېنډن مکالم منډو پسې دوهمې لوړې منډې وې.
دا مهال شهزاد په نړۍ کې شپږم مخکښ شل اوریزو لوبو توپ وهونکی و.
له دې وروسته شهزاد محمدي د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لسم توپ وهونکی و.
شهزاد محمدي لومړی وېکټ ساتونکی افغان لوبغاړی و، چې د هندوستان خلاف ټېسټ لوبه کې ولوبېد.
شهزاد محمدي د ۲۰۱۸ کال د اسیا جام یو ورځنیو سیالیوکې د شاهد افریدي ریکارډ سره ځان مساوي کړ.
افغان لوبډلې ټولې ۱۳۱ منډې کړې وې، چې شهزاد محمدي لا ولاړ و، هغه د هندوستان خلاف ۱۲۴ منډې وکړې او په اسیا جام سیالیو کې یې سلیزه ثبت کړه او په دې ډول یې شاهد افریدي سره ځان ریکارډ کې مساوي کړ.

ژوند او تېر وخت
د شهزاد محمدي اصلي ټاټوبی د افغانستان ختیځ د ننګرهار ولایت کوټ سیمه ده.
د شهزاد کورنۍ هم د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال له افغانستان څخه پاکستان ته ولاړه او هلته یې د مهاجرت شپې ورځې سبا کولې.
شهزاد محمدي د پېښور په شېباغ کې اکاډومي کړې او همدارنګه د پښتونخوا په نورو کرکټ اکاډومیانو کې هم لوبېدلی دی.
شهزاد محمدي د ۲۰۱۸ کال څخه وړاندې له خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان کې اوسېده؛ خو په ۲۰۱۸ م کال کې افغان کرکټ بورډ په افغان لوبغاړو جبري کړه، چې باید له باندنیو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شي.
محمدي دې هم کډه راوړې او په کابل کې میشت دي.
شهزاد واده کړی او اولادونه هم لري.
نړیوال کرکټ
شهزاد محمدي په ۲۰۰۸ م کال کې د افغان لوبډلې برخه نه و، خو په ۲۰۰۹ م کال کې له افغان لوبډلې سره رسما یو ځای شو، ۲۰۰۹ کال کې په افریقا کې د کوالیفای یا غوراوي پړاو سیالیو کې شهزاد محمدي خورا ښه توپ وهنه وکړه.

په دغه ټورنمنټ کې د شهزاد محمدي د ښې کارکرده ګۍ له امله افغان لوبډلې وکولای شول، چې د یو ورځنیو لوبو درجه تر لاسه کړي، له دې وروسته په ۲۰۱۴ م کال کې افغان لوبډله په اسیا جام سیالیو کې ولوبېده.
اوسمهال افغان لوبډله په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبوکې د کرکټ شورا بشپړ غړې لوبډله ده.
فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ سیالۍ او شهزاد محمدي
شهزاد محمدي د ۲۰۰۹ کال څخه ۲۰۱۰ کال پورې په فرسټ کلاس سیالیو کې خورا ښه توپ وهونکی و.
د ۲۰۰۹ م کال په اګسټ میاشت کې شهزاد محمدي د زمِبابوې خلاف لومړۍ فرسټ کلاس لوبه وکړه او پیل یې د زِمبابوې خلاف وکړ.
هغه په لومړۍ پاڼۍ کې ۷۹ منډې وکړې، دا مهال افغان لوبډله بیخي ځوانه او د تجربې له نشتون سره مخ وه.
له دې وروسته شهزاد محمدي د ایرلېنډ خلاف فرسټ کلاس دوه لوبو کې ۸۸ او بله ۴۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
شهزاد محمدي د نورو لوبډلو پر وړاندې خپلې بې رحمه او توپاني توپ وهنې ته دوام ورکړ.
هغه په ۲۰۱۰ م کال کې په یوه څلور ورځنۍ لوبه کې د کاناډا خلاف په یو ځل دوه سلیزې ووهلې په یواځې ځان یې ۲۱۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې فرسټ کلاس سیالیوکې یو نه هېرېدونکی ریکارډ دی.
افغان لوبډلې کاناډا ته په ۴۹۴ منډو ماته ورکړه.
شهزاد خپله توپ وهنه او سلیزو جوړول جاري وساتل، هغه په ۲۰۱۰ م کال کې د سکاټلېنډ خلاف سلیزه ووهله.
شهزاد محمدي په دغې لوبه کې ۹۴ منډې کړې وې، چې په مُنیب اقبال یې شپږیزه ووهله او خپله سلیزه یې پوره کړه.
شهزاد محمدي د دوهمه هېوادونو ترمنځ په نړیوال جام سیالیو کې د سکاټلېنډ خلاف په پای لوبه کې نیمه سلیزه جوړه کړه او افغان لوبډله چې د لومړي ځل لپاره دغه ته ورغلې وه اتلولي یې هم افغان لوبډلې واخېسته.
دا جام چې کله پای ته رسېده؛ نو شهزاد محمدي پکې ځان د ټول ټورنمنټ مخکښ توپ وهونکی ثابت کړ، هغه ۸۰۲ منډې وکړې او د ټول جام غوره توپ وهونکی شو.
په دغه جام کې هغه دوه سلیزې او پنځه پنځوسیزې ووهلې.
په دغه جام کې هغه ۲۵ کېچونه ونیول او ۳ یې سټمپ اوټونه هم وکړل.
شهزاد محمدي له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۷ م کال پورې
محمدي په ۲۰۱۱ م کال کې د دوهمه درجه هېوادونو په نړیوال جام لومړۍ نیمه سلیزه د کاناډا خلاف ثبت کړه او د لوبو پیل یې په پنځوسیزې سره وکړ.
محمدي دا مهال د کرکټ ملي لوبډلې مرستیال لوبډلمشر وټاکل شو.
له دې وروسته شهزاد یو څه اوټ فوم شو، خو په ۲۰۱۵ م کال کې هغه یو ځل بیا په فرسټ کلاس کې د پاپوا نیوګیني او نمېبیا خلاف سلیزې ثبت کړې.
د پاپوا نیوګیني خلاف افغان لوبډلې به ۲۰۱ منډو بریا حاصله کړه.