شهزاد محمدي په ټي ټېن کې خپله لوبډله بريا ته ورسوله

حضرت عثمان نوري

 د ابوظبی په T10 لس اوريزه ليک کې شهزاد محمدي د بېګانۍ شپې په لوبه کې په ۲۱ توپونو باندې ۵۷ منډې جوړې کړې، محمدي په خپلې بې سارې او ښې توپوهنې وکولای شول چې خپله لوبډله تر بریا ورسوي او د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

خلیج ټایمز ورځپاڼې په خپل تازه خبر کې د شهزاد محمدي بشپړه ننګه کړې او د هغه وړتیا یې ستایلې ده. خلیج ټایمز د خبر په سرلیک کې لیکي: (( ۳۱ کلن شهزاد محمدي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی ویکټ ساتونکی او توپوهونکی لوبغاړی دی چې افغان کرکټ بورډ د سیالېو د بندېز سره مخ کړی دی.))

خلیج ټایمز په دې سیالۍ کې د ځينو نورو لوبغاړو منډې هم ذکر کړي دي، محمد شهزاد محمدي ۵۷، شین واټسن ۳۰ او بېن کټینګ ۲۱ منډې جوړې کړي دي.