افغان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د ایکانا کرکټ لوبډله ماته کړه

 د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو کرکټ لوبډلې د ۱۳۶ منډو په توپير د ايکانا لوبډلې ته ماته ورکړه.

 د یادو کم عمره ځوانانو لوبډلې د هند په لکنو ښار کې د ايکانا لوبډلې سره ۵۰ اوريزه تمريناتي لوبه ترسره کړه. په لوبه کې لومړی افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو توپوهنه وکړه چې په ۴۸.۵ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۶ منډې وکړې. له ډلې يې عبدالرحمن ۸۰ او فرهان زاخېل ۵۳ منډې ترلاسه کړې.

 د ۲۶۷ منډو د هدف په تعقيب کې د ايکانا لوبډله په ۳۵.۳ اورونو کې وسوځېدله او ۱۳۰ منډې يې وکړې چې په ۱۳۶ منډو يې له افغان لوبډلې ماته وخوړله.

 د افغانستان لپاره نور احمد ۴، شفیق الله غفاري ۳ او عارف خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

 د يادولو ده چې د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله د هند ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې سره د ۵ يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ ترسره کوي، چې د نومبر په ۲۲مه به پيل او د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.