افغان کرکټ بورډ: په نږدې ورځو کې به له ۱۷ کلنو د کم عمره ځوانانو تمریناتي کمپ پیل شي

 د افغانستان کرکټ بورډ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې کرکټ بورډ به یې ډېر ژر د ۲۰۲۱م کال د نولس کلنو کم عمره ځوانانو د اسیا جام لپاره د چمتووالي په موخه د ۳۰ هغو لوبغاړو چې عمرونه یې ۱۶ یا ۱۷ کلونه وي؛ د څلور ورځني روزنیز کمپ سربېره، څلور یو ورځنۍ سیالۍ پیل کړي.

 یاد کمپ او سیالۍ به د روغتیا وزارت سپارښتنو ته په پام سره د داخلي روزونکو تر څارنې لاندې د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شي چې پکې به د افغان تنکيو لوبغاړو په توپوهنه، توپ اچونه، ډګرساتنه او تکړښت هر اړخيز کار وشي.

 د یادونې وړ ده چې په یادو ۳۰ لوبغاړو کې ټول هغه لوبغاړي شامل دي چې تېر کال یې د ۱۶ کلنو لوبغاړو په لوبو او کمپ کې ګډون درلود او په یادو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلي وو.