د  ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه

دا تمریناتي سیالۍ وه او افغان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو پکې وکولی شول چې سیاله لوبډله تر فشار لاندې راولي.

د افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په تمریناتي لوبه کې د ۲۱ منډو په توپير د انګلستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لوبې په پیل کې افغان لوبډلې پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.
افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې عبدالرحمن ۵۴ او محمد اسحاق ۴۳ منډې وکړې.
د انګلستان له لوري بلېک کولین ۳ لوبغاړي وسوځول.

د ۲۰۶ منډو هدف په ځواب کې د انګلستان لوبډلې په ۴۷.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۴ منډې وکړې او د ۲۱ منډو په توپير يې له افغان لوبډلې ماته وخوړه.
د انګلستان له لوري جوی ایویسون ۳۷ او جېک هاینیس ۲۹ منډې ترلاسه کړې.
په توپ اچونه کې افغانستان له لوري فضل حق ۳، عبدالرحمن، نور احمد او شفیق الله غفاري ۲-۲ ویکټې واخیستې.