اسټراليا هندوستان ته په ۱۰ ویکټو ماته کړه

لعل آغا ابراهیمي

 د هندوستان او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د هند په کوربتوب د درېو يوورځنيو لوبو لومړۍ لوبه اسټراليا لوبډلې وګټله. په ياده لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د هند لوبډلې وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځيدو يې په ۴۹،۱ اور کې ۲۵۵ منډې جوړې کړې او د ۲۵۶ منډو هدف يې مقابلې لوبډلې ته په مخ کې کيښود.

 د هند لپاره په توپ وهنه کې لوکش راهول ۴۷ او شکر دوان د نهه څلوريزو او يوې شپږيزې په مټ په ۹۱ توپونو باندې ۷۴ تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا لپاره دې لوبغاړو لوبه وکړه.

 بلخوا د اسټرليا لپاره کومينز،ريچارډسن دوه دوه زنپا، اشټون يو يو او ميچل سټارک بيا ۳ لوبغاړي وسوځول.

 په دوهم اننګز کې دواړو اوپنرانو فينج او وارنر خپلې لوبډلې لپاره سليزې جوړې کړې، ډيويډ وارنر د درې شپږيزو او ۱۷ څلوريزو په مټ په ۱۱۲ توپونو باندې ۱۲۸* او هارون فينج د دوه شپږيزو او ديارلس څلوريزو په وهلو سره يې په ۱۱۴ بالونو باندې ۱۱۰* منډې جوړې کړې او هند لوبډلې ته يې په لسو ويکټو ماتې ورکړه.

 د يادونې وړ ده چې د ۲۰۰۵ کال نه وروسته دا لومړی وار دی چې هند لوبډله په خپل کور کې يوه لوبه په لسو ويکټو بايلې.