بنگله دېش د شکېب له ګډون پرته هندوستان په ۷ ویکټو مات کړ

د هندوستان او بنگله‌ دېش ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لومړنۍ لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې بنگله‌ دېش وتوانید د هندوستان لوبډلې ته په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه. د لوبې پچه بنگله‌دېش وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې او بنگله‌ دېش ته يي د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه. د هندوستان لپاره شېکر دون په ۴۲ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

بنگله‌ دېش لپاره شفیع الاسلام او امین الاسلام دوه دوه او عفیف حسین یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې بنگله‌ دېش ۱۹٫۳ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د مشفق الرحمن غوره توپ وهنې په مرسته ۱۵۴ منډې جوړې کړې او هندوستان ته يي په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه.

بنگله‌ دېش لپاره مشفق الرحمن په ۴۳ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او خپله لوبډله يي بریا ته ورسوله.

هندوستان لپاره چهر، خلیل احمد او چهل یوه یوه وېکېټه واخیسته.