د مجیب ۴ ویکټو افغان لوبډله بریا ته ورسوله

شیبه وړاندې د افغانستان او بنگله‌دېش لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان د محمد نبي پیاوړې توپ وهنې او پیاوړې توپ اچونې په مرسته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

ټاکل شوو شلو اورونو پای ته رسېدو سره افغانستان شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد نبي پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۶۴ منډې جوړې کړې او بنگله‌دېش ته يي د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره محمد نبي په ۵۴ توپونو د دریو څلوریزو او اوو شپږیزو په مرسته ۸۴ ناسوځېدلې منډې او اصغر افغان په ۳۷ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

بنگله‌دېش لپاره نننۍ لوبې کې مشفق الرحیم او لېتون داس توپ وهنه پیل کړه، خو مجیب الرحمن د لوبې لومړۍ اور په دوهم بال د لېتون داس سوځولو سره دغو لوبغاړو ته د ملگرتیا جوړولو اجازه ورنکړه.

د لوبې دوهم اور کې که څه هم په فرید احمد دوه څلوریزې ووهل شوې، خو نوموړی خپل د لومړي اور په پنځم بال د مشفق الرحمن مهمه وېکېټه واخیسته او بنگله‌دېش له ځانگړو منډو پرته خپل دوهم لوبغاړی هم له لاسه ورکړ.

مجیب الرحمن بیا هم بنگله‌دېشي لوبغاړو ته د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ او خپل د درېیم اور په دوهم او وروستۍ بال دوه مهمې وېکېټې واخیستې او شکېب الحسن او سومیا سرکار يي وسوځول.

پرلپسې وېکېټې له لاسه ورکولو څخه وروسته شبیر رحمن او محمودالله د ۵۸ منډو ملگرتیا جوړولو سره د وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ ته د پای ټکی کېښود.

خو د لوبې څوارلسم اور کې گلبدین نایب د محمودالله سوځولو سره د بنگله‌دېش دغه مهمه ملگرتیا پای ته ورسوله او خپله لومړۍ او افغانستان لپاره پنځمه وېکېټه واخیسته. پنځلسم اور کې مجیب الرحمن یو ځل بیا بنگله‌دېشي لوبغاړو ته د ځان سمبالولو فرصت ورنکړ او شبیر رحمن سوځولو سره يي خپله څلورمه او افغانستان لپاره شپږمه وېکېټه واخیسته.

د لوبې اتلسم اور کې گلبدین نایب د عفیف حسین سوځولو سره خپله دوهمه او افغانستان لپاره اوومه وېکېټه واخیسته. د لوبې نولسم اور کې راشد خان د خپل وروستی اور په لومړی بال د سیف الدین او په درېیم بال د مصدق حسین سوځولو سره د بنگله‌دېش وروستۍ هیلې هم په اوبو لاهو کړې.

بنگله‌دېش ۱۹٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمودالله توپ وهنې په مرسته ۱۳۹ منډې جوړې کړې او د ۲۵ منډو په توپیر يي ماتې وخوړه.

بنگله‌دېش لپاره یوازې محمودالله په ۳۹ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

افغانستان لپاره مجیب الرحمن تر ټولو بریالۍ توپ اچونه وکړه او خپل ۴ اورونو کې يي یوازې ۱۵ منډو ورکولو سره څلور مهمې وېکېټې واخیستې، چې دا نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د نوموړي تر ټولو بریالۍ او غوره توپ اچونه وه. راشد خان، فرید احمد او گلبدین نایب هم دوه دوه وېکېټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه.