کېنټ لوبډله د محمد نبي بې رحمه لوبې بریا ته ورسوله

خان وزیر عابد

د انګلستان په ستر لیګ ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې تېره شپه د محمد نبي د شپږیزو او څلوریزو پر مټ کېنټ لوبډلې په نهه ویکټو سوري لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دغې سیالۍ پچه د محمد نبي اړوند کېنټ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، دا لوبه د باران له امله له شل اورونو څخه یوازې اووه اورونو ته راښکته شوه چې په دې سیالۍ کې سوري لوبډلې د ۵۵ منډو هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو کېنټ لوبډلې ته وټاکه.

د سوري لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې یوازې لوبډلمشر ارون فېنچ په ۲۰ توپونو باندې ۳۶ چټکې منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د کېنټ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې محمد نبي او ادم میلاني یو – یو لوبغاړی وسوځوه، دغه راز ویجوین هم دوه مهم لوبغاړي له مخې پورته کړل.

د سوري لوبډلې له لورې ټاکل شوی د ۵۵ منډو هدف د کېنټ لوبډلې په څلورم اور کې د محمد نبي د شپږیزو او څلوریزو پر مټ پوره کړ او په نهه ویکټو یې سوري لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د کېنټ لوبډلې لپاره تر ټولو ښه توپ وهنه افغان لوبغاړي محمد نبي ترسره کړه، نوموړي په ۱۲ توپونو باندې ۴۳ ناسوځېدلې چټکې منډې جوړې کړي چې پکې پنځه شپږیزې او دوه څلوریزې هم شاملې وې.

د سوري لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې یوازې عمران طاهر یو لوبغاړی له مخې پورته کړ،نورو توپ اچوونکو د سوري لوبډلې لپاره کوم لوبغاړي ونه سوځوه.

دا سیالي د کېنټ لوبډلې په نهه ویکټو وګټله، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم محمد نبي ونومول شو،نوموړي د پنځو شپږیزو د وهلو ترڅنګ په توپ اچونه کې یو لوبغاړی هم سوځولی وو.

کېنټ لوبډلې د دې سیالۍ په ګټلو سره په خپل ګروپ کې لومړی مقام خپل کړ، دغه راز په ټوله کې د کېنټ لوبډلې دا څلورمه بریا وه چې په ویټاليټي بلاسټ سیالیو کې ترلاسه کوي.

په بلاسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبې نن نشته، خو سبا د اګسټ په لومړۍ نېټه یو ځل بیا د کېنټ لوبډله چې محمد نبي پکې لوبېږي د مېډل سېکس لوبډلې سره چې د مجیب اړوند ده په لندن ښار کې سره مخ کېږي.

د یادولو ده محمد نبي له دې وړاندې هم په روانو سیالیو کې د ۴ شپږیزو او دوه څلوریزو په شمول په خپلې بلې چټکې لوبې ترسره کولو سره دغې لوبډلې ته بریا ورکړې وه.