شېکر ډاون په ای پي ایل هم راج وکړ او ډهلي لوبډله یې بریا ته ورسوله

خان وزیر عابد

د هند غوره لیګ (ای پي ایل) سیالیو په دوام  په (۲۶) مه لوبه کې کلکته او ډهلي لوبډلې سره مخ شوې وې، چې په دې سیالۍ کې ډهلي کپیټلس لوبډلې په ۷ ویکټو کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دغې سیالۍ کې ډهلي کپيټلس لوبډلې د سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. کلکته نایټرایډرز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د (۷) لوبغاړو په سوځېدو سره د (۱۷۹) منډو هدف ډهلي ته وټاکه.

د کلکتې لوبډلې لپاره نن په توپ وهنه کې شوبمن ګېل (۶۵)، دغه راز یو ځل بیا انډري رسل تر ۴۵ چټکې ناسوځېدلې منډې وکړې او ویکټ ساتونکي رابین اوتاپا بیا (۲۸) منډې جوړې کړې چې په هدف رانیولو کې یې مرسته وکړه.

د ډهلي لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې د جنوبي افریقا توپ اچوونکي رباډا دوه لوبغاړي، دغه راز کیمو پاویل هم دوه لوبغاړي او مورېس هم دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

ډهلي لوبډلې د( ۱۷۹) منډو هدف په نولسم اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو د شېکر ډاون په زړه پورې توپ وهنې سره پوره کړ او سیالۍ یې په ۷ ویکټو وګټله.

د ډهلي کپيټلس لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې نن تر ټولو ښه توپ وهنه شېکر ډاون ترسره کړه؛ نوموړی نږدې و چې سلیزه ووهي، خو هدف پر وخت پوره شو. نوموړي په ( ۶۳) توپونو (۹۷) چټکې ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او یاد هدف یې په نولسم اور کې ترلاسه کړ.

د کلکته نایټرایډرز لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې نېتېش رانا او انډري رسل یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ، دغه راز کرېشنا هم یو لوبغاړی وسوځاوه؛ خو لوبډله یې له ماتې سره مخ شوه.

د دې سیالۍ غوره لوبغاړی شېکر ډاون ونومول شو، نوموړي (۹۷) چټکې ناسوځېدلې منډې د ۱۱ څلوریزو او دوه شپږیزو پر مټ جوړې کړې.

نن په ( ای پي ایل) لیګ کې دوه سیالۍ ترسره کېږي چې د لیګ پر( ۲۷) مه او په غرمنۍ لوبه کې ممبي انډیز د راجستان رایلز پر وړاندې او د لیګ پر اته ویشتمه په دویمه ماښامۍ لوبه کې بیا چېلېنجرز بېنګلور او کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ کېږي.