ایم ایس ډوهني خپل قهر څرګند ګړ، لوبڅارانو جریمه کړ

خان وزیر عابد

تېره شپه د راجستان رایلز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ د لوبې د دویمې پاڼۍ په وروستني او برخلیک ټاکوونکي اور کې د چینای لوبډلې لوبډلمشر مهېندرا سېنګ ډهوني د لوبڅار پرېکړه کې د مداخلې له امله پنځوس سلنه جریمه شو.

داچې په سیالۍ کې لومړی توپ وهنه راجستان رایلز لوبډلې تر سره کړې وه، دوی چینای سوپر کېنګز لوبډلې ته په ټاکلو شل اورونو کې د (۱۵۱) منډو هدف ټاکلی و چې چینای لوبډلې د یوې حساسې او جالبې لوبې وروسته یاد هدف په وروستي اور کې په شپږیزه پوره کړ او سیالي یې وګټله.

ایم ایس ډهوني د ( ۲۰۰۸) کال (ای پي ایل) سیالیو راهیسې دا لومړی ځل دی چې په ( ۲۰۱۹) کال او د خپل کرېکټ وروستني پړاو ای پی ایل لېګ کې جریمه کېږي.

تېره شپه د لوبې په وروستني اور کې په درې توپونو شپږو منډو ته اړتیا وه چې پدې وخت کې د راجستان لوبډلې توپ اچوونکي بین سټوکس د اور څلورم توپ د توپ وهونکي په وړاندې فول ټاس ور ګذار کړ، چې دغه توپ د مخامخ ولاړ لوبڅار لخوا نو بال اعلان شو، او دوه منډې پرې جوړې شوې.

خو په کیڼ اړخ کې ولاړ لوبڅار لخوا بیا قانوني بال اعلان شو او نو بال ورنکړل شو او پدې کې د چنای سوپر کینګز لوبډلمشر مهندراسینګ ډوهني په لوبه کې مداخله وکړه او د لوبڅارانو څخه یې د واضخات غوښتنه وکړه. وروسته چینای لوبډلې ته په دوو توپونو شپږ منډې پکار وې او میچل سنټر په وروستي توپ شپږیزه ووهله او سیالي یې وګټله.

د لوبې وروسته لوبڅارانو د چینای لوبډلې مشر مهندراسینګ ډوهني د ( ای پي ایل) سیالیو د قوانینو (۲.۲۰) مادې له مخې پنځوس سلنه فیس په ورکولو جریمه کړ؛ ډوهني هم پخپله دغه جریمه منلې.