د افغانستان په سهېل کندهار کې د فوټسال لوبڅارانو مسلکي روزنه ترلاسه کړه

کندهار کي د فوټسال د لوبڅارانو روزنيز پروګرام پای ته ورسېد.

 د لوبڅارانو ياد څلور ورځنی روزنيز پروګرام د فوټبال فدراسیون او د جمال ناصر طرزي په نوم د یو خصوصي جمنازيم لخوا جوړ شوی و.

 د ياد روزنيز پروګرام يوه تنظيمونکي شاکرالله ابراهيمي وویل، چي له دې سيمینار څخه موخه په کندهار کې د فوټسال لوبې لا مسلکي کېدل او پراختيا ده.

 دا روزنيز پروګرام داسې مهال کندهار کې جوړ شوی و، چې له دې وړاندې د یاد ولایت د فوټسال لوبغاړو لوبو کې د غېر مسلکي لوبڅارانو څخه شکایت کاوه.

اوس د شکایت کومه پلمه پاتې نه ده او یاد روزل شوي لوبڅاران به خپلو بې سارو تجربو او اخیستل شوو مهارتونو غوره لوبڅاري وکړي.