د ازادۍ د ۱۰۰مې کلیزې په ویاړ نن په کندهار کې د فوټسال سیالۍ پېلیږي

صابر حمیدي

د مسئولینو په خبره د فوټسال دا لوبې د افغانستان د آزادۍ د ۱۰۰م کلیزې په ویاړ نن پنجشنبه پېلیږي، چې لوبي یې د کندهار په دوو جمنازیمونو شهید احمدولي خان او ملي ورزشي جمنازیمونو کې ترسره کیږي.

 د شهید احمدولي خان جمنازیم مسئول جمال ناصر طرزي وویل، چې په دې ټورنمنټ کي ۸ غوره لوبډلې ګډون لري، چې لوبې یې په یادو دوو جمنازیمونو کې د تګ او راتګ په ډول ترسره کیږي.

 د طرزي په خبره، چې ددې سیالیو څخه یې موخه د افغانستان د ۱۰۰مې کلیزې سم لمانځل دي او د لوبغاړو ترمنځ د یووالي راوستل دي.

 د ورکړل شوو معلوماتو له مخي، چي د فوټسال دا لوبي به شاوخوا یوه اونۍ وخت ونیسي. د یادولو وړ ده، چي په دې ټورنمنټ کې د ګډونوالو لوبډلو لوبغاړي خوښ دي، چې دا ډول سیالۍ ورته جوړیږي، دوی ددې سیالیو د لا زیاتوالي غوښتنه وکړه.