زابل د سلمې کلیزې ازادۍ جشن د ورزش په شانداره مراسمو لمانځي

روح الله کریمي

دغه سیالۍ چې زدابل ولایت د فوټبال فدراسیون لخوا دزابل مدني ټولنې په مالي ملاتړ پیل شوې، چې شاه اوخوا یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.

د دې ولایت د فوټبال مسؤل سید اغا ستانګزی وایي، چې د فوټبال دغه سیالۍ یې دخلپواکۍ دسلمې کلیزې په ویاړ د اتو لوبډلو ترمنځ په لار اچولې او هدف یې د ځوانانو د تشویق او دمنتخبې لوبډلې جوړېدل دي، تر څو د نورو ولایتونو سره زابل د فوتبال په ډګر کې ښه وځلیږي.

نوموړی د زابل مدني ټولنې څخه د مننې ترڅنګ وایي، چې نور ځوانان هم باید د سیالیو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

بلخوا بیا لوبغاړي شکایت کوي، چې سیالۍ ورته پر خپل وخت نه جوړیږي او د فوټبال فدراسیون څخه غواړي، چې سیالۍ ورته جوړې کړي، تر څو منتخبه لوبډله ولرو او د نورو ولایتونو سره سیالۍ وکړو. دغه ورزشکاران وایي، چې دا ډول سیالۍ یې پر ورزش ښه تاثیر لري.

دوئ دزابل مدني ټولنې څخه مننه وکړه، چې هر وخت یې ورسره د ورزش په برخه کې همکاري کړې او له نورو تجارانو او چارواکو څخه د سیالیو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د زابل مدني ټولنې مشر فیض محمد احمدزی وايي، چې یادې سیالۍ یې پدې موخه جوړې کړې، چې تر څو ځوانان په ملي فکرسمبال شي.

او هغه امکانات چې په توان کې مې دې د زابل ورزشکارانو سره شریک کړم.

احمدزی وایي، چې په زابل کې د ورزش په برخه کې په تېر کې بیا د فوټبال په برخه کې کار ندی شوی باید ټول په ګډه سره کار وکړو تر څو د زابل نوم روښانه کړو.

هغه وایي، چې په راتلونکې کې هم د داسې سیالیو د جوړېدو پلان لري.

په زابل کې دا سیالۍ پداسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې هم د زابل مدني ټولنې لخوا د بائیسيکل ځغلونې سیالۍ په لار اچول شوې وې.