په زابل کې سپورتي سیالۍ

خبریال: انوري

د زابل ولایت په امنیه قومندانی کی د پولیسو او عامو خلکو تر منځ د اړیکو د نژدیوالی په موخه ورزشي سیالۍ ترسره شوې چې پکښي د پولیسو، چارواکو او سرتیرو تر څنګ عامو خلکو او ورزشکارانو هم برخه اخیستې وه.

د زابل ولایت امنیه قومندانۍ په ورزشي میدان کې د پولیس سرتیرو او عامو ورزشکارانو تر منځ سیالۍ ترسره شوې چې د مسوولینو په خبره موخه یې د ولس او امنیتي ځواکونو تر منځ د اړیکو وده او پياوړتیا ده دغه سیالۍ د افغان پرامونټ په نوم د یوې خصوصي نا دولتي موسیسې له خوا تنظیم شوی وی او چارواکي وايي چې په راتلونکي کې به د مرکز تر څنګ په ولسوالیو کې هم دغسي مسابقې دایري شي.

3د دغې موسسې مسوول ذبیح الله ابراهیمي د پروګرام د پیل پر مهال ګډونوالو ته وویل چې د پهلوانۍ او وشوو سیالۍ ترسره شوی چې پکې شپاړسو لوبغاړو ګډون درلود نوموړي وویل د دوي اداره د زابل تر څنګ دغسي مسابقې جوړوي تر څو د پولیسو او عامو خلکو اړیکی لا پیاوړی شي. د زابل د امنیي قومندانی مسوولین د افغان پیرامونټ موسیسی دغه نوښت ستایی او وايي چي د پولیسو او ولس په نژدیکولو کې به ډيرې موثرې ثابت شي.

د دې ولایت امنیه قومندان جنرال میرویس نورزی وايي چې ورزش د صحت لپاره هم ګټور دی او په کومه ټولنه کې چې ورزش وده کړې هلته د نشه یي توکیو د استعمال او جرمونو اندازه هم کمه وي نوموړي وویل هیله من دی چې دغسي پروګرامونه به په اینده کې دوام ولري.

یو شمیر ورزشکاران هم دغه نوښت ستايي او وايي دا لومړی ځل دی چې له خلکو سره د اړیکو د نژدیوالی په موخه د پولیسو او عامو لوبغاړو تر منځ ورزشی مسابقه جوړیږی دوي وايي په دغسي پروګرامونو کې عام ولس او امنیتي سرتیري له یو بل سره پيژني او یو پر بل یې باور زیاتیږی چې دا پخپله پر امنیتي حالت مثبت تاثیر لري.

د پروګرام په پاى کې امنيه قومندان،يوشمير نورو امنيتي مسٶلينو او ورزشکارانو دفراموت موسيسي له لوري وستايل شول. د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې په زابل ولایت کې ورزشي فعالیتونه ډیر شی او د مسوولینو په خبره دا مهال د کرکټ، فوټبال، والیبال او رزمی ورزشونو په برخه کې زرګونه ځوانان په لوبو بوخت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *